ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په خوږياڼو زون کې سيمه ييز پوليس ډېرېږي

د ننګرهار په خوږياڼو زون کې سيمه ييز پوليس ډېرېږي

author avatar
30 Aug 2015 - 17:25
د ننګرهار په خوږياڼو زون کې سيمه ييز پوليس ډېرېږي
author avatar
30 Aug 2015 - 17:25

کابل، جلال اباد (پژواک، ۸ وږی ۹۴): د ننګرهار امنيتي چارواکو په خوږياڼو زون کې د وسپنيز مثلث عملياتو له پای ته رسېدو سره اعلان وکړ چې په دغو ولسواليو کې د وسله والو د بيا نفوذ د مخنيوي لپاره د سيمه ييزو پوليسو شمېر ډېروي.

بله خوا د خوږياڼو ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې لسګونو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسپنيز مثلث عمليات د زمري په اتمه د ننګرهار په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو کې پيل شوي وو، خو د لوګر له ازرې او د کابل له سروبي ولسواليو هم تر پوښښ لاندې وو.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان او د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ رهبرۍ د وږي په ۸مه د خوږياڼو په پوځي مرکز کې اعلان وکړ چې دلته يې پيل کړي يو مياشتني عمليات د ۱۵۰ وسله والو په وژلو او ۱۱۲ په ټپي او ۷۰ شکمنو په نيول کېدو پای ته ورسول.

د ۲۰۱ قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري د دغو مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې يې يادې ولسوالۍ د وسله والو له نفوذه پاکې کړې، چې ۱۳ افغان سرتېري هم په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د وسپنيز عملياتو پر مهال يې ۹۲ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يو شمېر موټر يې ويجاړ کړي، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

د سېلاب قول اردو قوماندان وايي چې په يادو دريو ولسواليو کې يې خپل مېشت سرتېري د راتلونکو شپږو مياشتو لپاره اکمال کړي او وسله وال نه شي کولی چې نا امني رامنځ ته کړي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د يادو پوځي مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((په خوږياڼو زون کې د وسله والو د ممکنه نفوذ پر ضد سيمه ييز پوليس ډېروو))

شېرزاد د وسپنيز مثلث عمليات ځکه بريالي وبلل چې د ده په وينا ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د دريو ولسواليو ټولې سيمې په کې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.

نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې تر عملياتو وروسته ښايي وسله وال طالب بېرته سيمو ته راستانه شي؟ وويل: ((د لارو د امنيت لپاره ډېرو سرتېرو ته اړتيا ده، موږ ورته پلان لرو همدا شان د کورنيو چارو وزير په سپارښتنه به د يادو ولسواليو تر څنګ په شينوارو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر څو برابره ډېر کړو.))

امنيه قوماندان د ډېرېدونکو سيمه ييزو پوليسو کره شمېر ياد نه کړ، خو زياته يې کړه: ((موږ په شينوارو کې هم د داعش لپاره ځانګړی پلان لرو چې سختې ضربې به ورکړو.))

نوموړي دا هم وويل چې وسله والو غوښتل په خوږياڼو زون کې د پټنځايونو په جوړولو سره د کابل په ګډون پر يو شمېر سيمو بريدونه ترسره کړي خو مخنيوی يې وشو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.