کابل (پژواک ٨ وږى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د جرمني له بهرنيو چارو وزير سره د ليدو پر مهال وويل، اوسمهال د هېواد امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې نه دي او وسله وال مخالفين کمزوري شوي دي.
د جرمني هېواد د بهرنيو چارو وزير والټر شتاين ماير سره د ولسمشر اشرف غني په ناسته کې چې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشر د هېواد په امنيتي وضعيت کې پرمختګ ته په اشارې سره وويل، د هېواد د امنيتي او دفاع ځواکونو د پياوړتيا له امله وسله وال مخالفين کمزوري شوي دي.
هغه زياته کړه: "زموږ امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته ګرځېدلي، د عمل نوښت په لاس کې لري او د هېواد په روحيې سره د دښمن پر وړاندې جګړه کوي."
ولسمشر زياته کړه، وسله والو مخالفينو له ډېرو هلو ځلو سره-سره ونه شو کولى چې د هېواد اراضي ونيسي، نو د خپلې بې وسۍ له امله په عامه ځايونو او لويو ښارونو کې چاودنې او بريدونه تر سره کوي.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو ته په اشارې سره وويل، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان پاليسي او دريځ روښانه او کره ده، هېچا ته به د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د فعاليت اجازه ورنه کړل شي، خو له پاکستان هم غواړو چې د هغه چا مخه ونيسي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد فعاليتونه کوي.
په دغه ليدنه کې د جرمني د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او جرمني تر منځ پر اړيکو د ټينګار ترڅنګ، ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې په مناسب وخت کې جرمني ته سفر وکړي چې دغه بلنه د ولسمشر له لوري ومنل شوه.
دغه راز د جرمني له بهرنيو چارو وزير سره د حکومت د اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د راتلونکو اړيکو، وروستيو پرمختګونو او امنيت په اړه خبرې وشوې.
ډاکټر عبدالله د هېواد وروستي امنيتي وضعيت ته په اشارې سره وويل، افغان امنيتي ځواکونه د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې ځانګړې وړتيا لري، خو اړينه ده چې لا ډېر اکمال شي.
نوموړي په هېواد کې د جګړى پاى ته رسېدل، د سيمې او نړۍ له همکارۍ سره تړلي وبلل او څرګنده يې کړه، چې په دې اړه بايد يو څه عملي ګامونه پورته شي.
اجرايي مشر، د پاکستان له لوري د اړينې او رښتونې همکارۍ نه کول؛ د دواړو هېوادونو د اړيکو تر منځ اساسي خنډ وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې پاکستان په افغانستان کې له خپلو ژمنو سره سم د سولې په اړه اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان رول مهم وباله او د هېواد د امنيتي ځواکونو له وړتيا يې ستاينه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن