ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان دې د افغانستان د سولې په بهير کې خپل رول ادا کړي”

“پاکستان دې د افغانستان د سولې په بهير کې خپل رول ادا کړي”

author avatar
30 Aug 2015 - 19:52
“پاکستان دې د افغانستان د سولې په بهير کې خپل رول ادا کړي”
author avatar
30 Aug 2015 - 19:52

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٤): د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي، کوم دريڅه چې د سولې خبرو اترو په موخه پرانيستل شوې، په بشپړ ډول بايد ونه تړل شي او پاکستان هم بايد په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

فرانک والټر شتاين ماير چې د افغانستان او جرمني تر منځ د اړيکو د سلمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته راغلى، له افغاني پلاوي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې اوسني وضعيت ته په پام سره د سولې خبرې اترې دوام پيدا کړي، څو هغه ناامنۍ چې افغانستان او پاکستان ګواښي، رفع شي.

هغه زياته کړه: "موږ هم په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو او کوم سفر چې ټاکل شوې سبا ته يې پاکستان ته ولرم، د پاکستاني چارواکو پام به يادې موضوع ته راواړوم."

د جرمني د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، هغه دريڅه چې د سولې د راوستو لپاره پرانيستل شوې، جرمني هم هڅه کوي چې دغه لړۍ په بشپړ ډول ونه درول شي او هيله ده، چې د روغې جوړې لړۍ دوام پيدا کړي.

د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لومړى پړاو، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب او د امريکا او چين هېوادونو تر څار لاندې په اسلام اباد کې تر سره شو او ټاکل شوې وه، چې دويم پړاو خبرې اترې د زمري مياشتې په اتمه نېټه په چين او يا هم پاکستان کې تر سره شي، چې د اوربند موضوع هم په کې شامله وه؛ خو دا خبرې د ملا عمر د مړينې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته وځنډول شوې.

ملا اختر منصور چې د طالبانو د مشر ملاعمر ځاى ناستى دى، له دولت سره خبرې رد کړې او پر جګړې يې ټينګار کړى دى.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې په تدريجي ډول ښې شي او پاکستان د افغانستان د سولې خبرو اترو په لړۍ کې خپله ونډه ادا کړي.

هغه وويل: "که چېرې د خبرو اترو لړۍ په بشپړ ډول وتړل شي، نو کينه ناکو خلکو او د هغوى ملاتړو ته داسې امکانات برابرېږي، چې دغه لړۍ په بشپړ ډول له منځه يوسي او زه به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه موضوع په بشپړ ډول څرګنده کړم او هيله ده چې بالاخره يوه پايله ولري."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دغه خبري ناسته کې وويل، پاکستان د افغان پلاوي په وروستي سفر او د ياد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د ليدو پر مهال له دوى سره د افغان حکومت او خلکو پيغام په څرګند ډول شريک کړى شو.

رباني ټينګار وکړ، چې افغانستان له پاکستان څخه د عملي ګامونو پورته کولو هيله لري او لکه څرنګه يې چې همېشه ټينګار کړى، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دى؛ دغه خبره بايد په عمل کې ثابته کړي او افغانستان غواړي چې پاکستان عملي ګامونه پورته کړي.

هغه زياته کړه: "د کابل وروستي بريدونه افغانستان کې د پام وړ ټکي و او موږ له پاکستان غواړو، چې هرڅه ژر د خپل عمل پروګرام د هغو کړيو پر وړاندې چې د پاکستان په داخل کې د افغانانو پر وړاندې جهاد اعلانوي، څرګند کړي."

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.