ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د حقاني ډلې پر ضد د جدي اقدامات غوښتنه وکړه

امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د حقاني ډلې پر ضد د جدي اقدامات غوښتنه وکړه

author avatar
31 Aug 2015 - 12:59
امريکا يو ځل بيا له پاکستانه د حقاني ډلې پر ضد د جدي اقدامات غوښتنه وکړه
author avatar
31 Aug 2015 - 12:59

 واشنګټن، کابل ( پژواک، ٩ وږى ٩٤) : امريکا يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي دي چې د حقاني ډلې پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند نېک پرايس اسلام اباد ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې مېرمن سوزن رايس د سفر په پاى کې خبريالانو ته کړې دي.

مېرمن رايس د يوه پلاوي په مشرۍ پرون اسلام  اباد ته سفر کړى و ، د لومړي وزير نواز شريف او د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په ګډون يې له يو شمېر پاکستانيو چارواکو سره ليدلي .

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند وايي چې ددې ليدنو پر مهال مېرمن رايس له پاکستان څخه غوښتي   چې د حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړې : (( د ملي امنيت سلاکارې دغه راز پاکستان ته د کابل د وروستيو بريدونو په اړه د امريکا اندېښنه هم څرګنده کړې ده.))

د نوموړي په وينا، مېرمن رايس اسلام اباد ته په ډاګه کړې، چې د کابل وروستي بريدونه د حقاني شبکې کړي او دا بريدونه نور ورته د منلو وړ نه دي .

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند وايي چې پاکستان بايد د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي، خو نوموړي دا په ډاګه نه کړل، چې پاکستان بايد څه ډول اقدامات وکړي.

بلخوا د امريکا ددې څرګندونو په ځواب کې د پاکستان پوځ ويلي، چې د حقاني شبکې او د کابل د بريدونو په اړه يواځې پاکستان مسوول نه دى، بلکې دا دټولو ګډ مسووليت دى چې ددې بريدونو مخه ونيول شي.

د پاکستان د پوځ يوې سرچينې ويلي چې دامريکا د ملي امنيت سلاکارې له جنرال راحيل شريف سره د ليدنې پر مهال هغه ته د حقاني شبکې د وروستيو فعاليتونو په اړه خپله اندېښنه  په ډاګه کړې .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.