ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان جګړې زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمته محروم کړي

د بغلان جګړې زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمته محروم کړي

author avatar
31 Aug 2015 - 17:58
د بغلان جګړې زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمته محروم کړي
author avatar
31 Aug 2015 - 17:58

پلخمري (پژواک ٩ وږى ٩٤): د بغلان ولايت په مرکز ډنډ غوري سيمه کې د جګړې له امله د شپږو ښوونځيو د تړل کېدو په پايله کې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې او له دغې جګړې څخه سلګونه کورنۍ تېښتې ته اړې شوې دي.

 ډنډ غوري پلخمري ښار ته څېرمه پرته سيمه ده چې د روان کال د چنګاښ په ٢٠ مه د وسله والو لاس ته غورځېدلې او له هغې مودې راهيسې وسله والو او دولتي ځواکونو ته د  مرګ ژوبلې اوښتو  ترڅنګ ؛ د سيمې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د ډنډ غوري اوسېدونکي وايي چې جګړې نه يواځې له دوى هر څه اخيستي، بلکې  د دوى ماشومان يې له ښوونځيو هم محروم کړي او د شپږو ښوونځيو دروازې له تېرو دوه مياشتو راهيسې تړل شوې دي.

 د ډنډ غوري د کلا خواجه کلي اوسېدونکى زرمحمد وايي، چې د کلا خواجه د نجونو او هلکانو لېسه چې له زرو ډېر زده کوونکي لري؛ دېوال يې د هاوان د دوه مرميو په لګېدو سره ړنګ شوى او ښيښې يې هم ماتې شوې دي.

 هغه زياته کړه: " موږ نه پوهېږو چې هاوان د دولت که د طالبانو له لوري توغول شوى، خو غواړو وپوښتو چې زموږ ماشومان ولې له ښوونځي محروميږي او ولې موږ دربدر او شړل کېږو."

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دهنه غوري ولسوالۍ ته د هغه په ګډون ١٨ کورنۍ د ليسې له شا وخوا د خپلو خپلوانو کورونو ته بېځايه شوې او په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي.

 د بغلان د پوهنې رياست سرپرست غلام قادر رسولي وويل له دوه مياشتو ډير وخت کيږي چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په ډندې غوري کې جګړه روانه ده او له امله يې  لس مکتبونه تړل شوي .

هغه زياته کړه، په يادو ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر شا وخوا ٦ زره کسانو ته رسيږي چې له دې ډلې يې ٢٥ سلنه نجونې تشکيلوي.
 

د پوهنې رييس زياته کړه، د ښوونځيو د تړل کېدو سربېره يادو ښوونځيو ته د جګړو له امله ډېر نور زيانونه هم اوښتي او دولت بايد د امنيت په ټينګښت سره د ښوونځيو دروازې بيا پرانيزي، څو د هېواد راتلونکي جوړونکي له درس او ښوونې پاتې نه شي.

 خو د بغلان ولايت مرستيال سرپرست عبدالقديم نيازي وويل چې امنيتي ځواکونه ډېره هڅه کوي چې د ډنډ غوري سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې کړي او امنيت ټينګ کړي.

 د هغه په وينا، ډېر ژر به په يادو سيمو کې امنيت ټينګ شي او ټول ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.