پل علم (پژواک،٩وږى٩٤): د لوګر ولايت د پوهنې رياست چارواکي چې د لومړي ځل لپاره يې د دې ولايت په خروار ولسوالۍ کې يوه لېسه فعاله کړه.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د امنيتي ستونزو له امله دغه رياست نه دى توانيدلى چې په خروار ولسوالۍ کې لېسه فعاله کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د لومړې ځل لپاره په ١٣٨٢ لمريز کال کې په خروار ولسوالۍ کې د لېسه جوړيدل منظور شول، خو نه يې ودانۍ جوړه شوه او نه هم فعاله شوه.
هغه وايي چې په ١٣٩١ کال کې امريکايي ځواکونو يادې لېسې ته ودانۍ جوړه کړه ، خو بيا هم د نا امنيو له امله فعاله نه شوه.
عرب وايي چې تر ډيرو هلو ځلو وروسته د پوهنې رياست په دې وتوانيد چې په خروار ولسوالۍ کې يوه لېسه فعال کړي.
د هغه په وينا، تر دې وړاندې د خروار ولسوالۍ زده کوونکو له نهم ټولګي وروسته زده کړې په مرکز پل علم، پکتيا او غزني ولايتونو کې کولې.
نوموړي زياته کړه : ((د دې لېسې نوم علي جان خېل دى او سبا به رسما پرانيستل شي او زده کوونکي به خپلې زده کړې پيل کړي.))
عرب وايي چې په ياده لېسه کې د زده کړو لپاره تر اوسه دوه سوه کسانو نوم ليکنه کړې او دغو زده کوونکو ته به د لسو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول شي.
د ده په خبره، دا چې خروار يوه نا امنه ولسوالۍ ده د پوهنې رياست له لوري ګومارل شوو ښوونکي ته شل زره افغانۍ مياشتنې تنخوا ورکول کيږي.
د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر غلام سرور پژواک ته وويل: ((زموږ ولسوالۍ په هر شي کې تر ټولو شاته پاتې ده، تراوسه پورې موږ لېسه نه درلوده.))
غلام سرور د يادې لېسې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه خو ويې ويل چې په دې ولسوالۍ کې بايد نورې لېسې هم جوړې شي.
دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د لوګر سيمه ييز چارواکي هڅه کوي ترڅو په ټول ولايت کې خلکو ته د زده کړو اسانتياوې برابرکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن