کلات ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتو کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د ولايتي شورا وکيل داوود ګلزار د وږي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمدمنصور او جنګي قوماندان منصور دادالله د وسله والو تر منځ د خاک افغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې جګړه پيل شوې ده.
د هغه په وينا، دا جګړه وروسته له هغه پيل شوه، چې د طالب پلوه ملايانو يوه ډلې په دې کې پاتې راغله چې د دواړو لوريو ترمنځ جوړ جاړى وکړي.
ګلزار وايي ملا اخترمنصور له منصور دادالله غوښتي چی له ده سره بيعت وکړي، خو هغه ملا منصور د ملاعمر او ملا دادالله په قتل تورنوي او ورسره بيعت نه کوي.
نوموړی وايي، د ده د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې جګړه کې له دواړو لوريو اووه تنه وژل شوي او پنځه ټپيان دي.
د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فواد عسکري هم پژواک ته وويل چې تېره شپه جګړه شوې چې په کې له دواړو لوريو څخه لسو تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ترمنځ په خاک افغان ولسوالۍ کې هېڅ ډول ستونزه نشته او خپرې شوې اوازې يې پروپاګند ګڼلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن