کندهار ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو ټپي شو.
دغه پېښه نن د وږي په ٩مه، د سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د دويمې ناحيې په ساحه کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالى حضرت ولي هوتک خپلې دندې ته پر لاره و، چې پر موټر سايکل سپرو ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ.
هغه زياته کړه، هوتک ميرويس روغتون ته رسول شوى او دا مهال تر درملنې لاندې دى.
دى وايي، بريد کوونکي تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پر اوږه لګېدلى او دا مهال يې درملنه روانه ده.
هغه د نوموړي روغتيايي حالت د ډاډ وړ وګاڼه.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پوهيالى هوتک چې مخکې يې په کندهار پوهنتون کې د استادۍ دنده تر سره کوله، په دې وروستيو کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په توګه ټاکل شوى و.
څو کلونه وړاندې د همدې ادارې رييس عبدالمجيد بابى په ورته غلچکي بريد کې وژل شوى و، چې وروسته د پېښې مسووليت وسله والو مخالفينو منلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن