کابل ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : وسله والو طالبانو د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه ومنله، چې ددوى پخوانى مشر ملا محمد عمر دوه کاله مخکې مړ شوى و.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د روان لمريز کال د زمري په ٧مه اعلان وکړ، چې ملا عمر دوه کاله مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوى دى.
د افغان حکومت تر اعلان يوه ورځ وروسته طالبانو هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا عمر مړينه تاييد کړه، خو د هغه د مړينې کره نېټه يې نه وه په ډاګه کړې.
تر دې مخکې د طالبانو يوې بلې ډلې ( فدايي محاذ) هم ويلي وو چې ملا عمر دوه کاله مخکې مړ شوى ، دغه راز د طالبانو د قطر د دفتر رييس طيب اغا له دې امله استعفى ورکړې وه، چې ولې د ملا عمر مړينه له دوى پټه ساتل شوې وه.
د وسله والو طالبانو له خوا د وږي په ٩ مه د خپلې ډلې د نوي مشر ملا منصور ژوند ليک چې په ١٣ مخونو او پنځو ژبو ليکل شوى، رسنيو ته لېږل شوى دى.
د ملا منصور د ژوند ليک په يوه برخه کې راغلي چې د ملا عمر تر مړينې وروسته ملا منصور د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
په دې ځاى کې بيا طالبانو ويلي چې د دوى پخوانى مشر ملا محمد عمر د ٢٠١٣ زېږديز کال د اپريل په ٢٣مه، مړ شوى دى.
خو طالبانو په دې معلوماتو کې ددې يادونه نه ده کړې، چې ملاعمر د کومې ناروغۍ له امله مړ شوى او نه يې هم د هغه د مړينې ځاى په ډاګه کړى دى.
د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دا چې ٢٠١٣ کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د جنګي ماموريت وروستى کال و، نو دوى پرېکړه وکړه چې د ملا عمر مړينه پټه وساتل شي، څو د دوى پر وسله والو بده اغېزه ونه کړي او خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.
سرچينې زياته کړې : ((د تحريک د رهبرۍ شورا غړو، عالمانو، د هغه ځانګړي قاصد او دايمي ملګرو چې د ملا محمد عمر تر وفات پورې له هغه سره يو ځاى اوسېدل، نو ملا منصور سره يې بيعت وکړ. ))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن