ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه مېرمن چې په خپل نيم بدن سره کار کوي

هغه مېرمن چې په خپل نيم بدن سره کار کوي

author avatar
31 Aug 2015 - 20:39
هغه مېرمن چې په خپل نيم بدن سره کار کوي
author avatar
31 Aug 2015 - 20:39

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٤): يوه معلوله مېرمن چې خاوند يې په يوه ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړى، په داسې حال کې چې نيم ځان يې په بايسکل باندې برابراوه، په دردناکو خبرو سره وويل: "کله چې د چاودنې يا ځانمرګي بريد اواز اورم، نو درد مې تازه کېږي او بېهوشه کېږم."

د ليلا په څېره کې د محروميت رنګونه ښکارېدل، هغه له کلونو راهيسې ځاى پر ځاى ناسته ده او د خلکو ګامونه چې د هغې په مخ کې تېريږي، په ډېرې ناهيلۍ سره ګوري.

هغه د خپلو شپږو ماشومانو له امله اړه ده، چې د ژوند د محروميتونو پر وړاندې ډېره مبارزه تجربه کړي.

ليلا چې څلوېښت کلنه ده، له اووه څخه تر دولسو کلونو پورې درې زامن او درې لوڼې لري.

يادې شوې مور، په داسې حال کې چې خپل نيم ځان يې په بايسکل باندې سماوه؛ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو جګړو په  لسيزه (١٣٧٠)کې يې په درېيم مکروريانو کې کور درلود، د جګړې او راکټونو د ډزو له امله هر چا هر لوري ته تېښته کوله؛ خو دا چې دوى له هېواد څخه بهر ته د تللو پيسې نه درلودې، نو د مجبورۍ له امله به يې د جګړې په اور او دود کې ژوند کاوه.

هغه زياته کړه، له دوى څخه د دفاع يواځېنۍ وسيله د دوى د کور کلک دېوالونه و، چې د راکټ د توغېدو پر مهال به يې تر شا پټېدل او خپلې ګوتې به يې په غوږونو کې ايښودې.

درد ليدلې ليلا زياته کړه، يو خونړى سهار چې د بلاکونو شا او مخې ته يې څو راکټونه ولګېدل او په ترڅ کې يې څو کسان ټپيان او ووژل شول، نو د دوى کورنۍ اړه شوه، چې د کور يو شمېر اړين توکي له ځانه سره واخلي او د ښار يوه خوندي ځاى ته لاړ شي، چې ناڅاپه يې په نږدې سيمه کې راکټ ولګېد.

يادې مېرمنې زياته کړه، د راکټ اواز يې واورېد، خو بې هوښه شوه او له هغې وروسته د خپلې معلولتيا کيسه ورته نه ده ياده، چې په روغتون کې په هوښ راغله، د نورو په څېر يې پښو ته وکتل چې له بده مرغه پښې يې پرې شوې وې.

له معلولتيا يې درې کاله تېر شوي و، چې يو سړى ورته د ريباري لپاره راغى او هغه يې له ټول معلوليت سره-سره د خپل ژوند شريکه کړه.

ليلا، چې اوښکې يې په سترګو کې ډنډ شوې وې، وويل: "يواځينى شى چې ماته يې د ژوند د دوام مقاومت راکړ، د خپل مهربان مېړه محبت، د بچيانو اړيکه او د نورو لسګونو کسانو ليدل و، چې له پښو او لاسونو پرته ژوند کوي."

په لومړيو کلونو کې د يادې مېرمنې د شپږو بچيانو پالنه او روزنه د هغې د مېړه له لوري کېده، روغتون ته بې يې وړل، هغې او بچيانو ته به يې دېګ کاوه، کور به يې ورته پاک کاوه او جامې به يې ورته وينځلې، څو مېرمن يې ځان محروم احساس نه کړي.

خو د جنايتکارانو لاسونو، له هغې څخه خپل مهربان خاوند په هغې چاودنه کې چې په کابل کې د هندوستان سفارت مخې ته وشوه، واخيست.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.