ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: فراه کې دې د مرموزو وژنو مخه ونيول شي

ولايتي شورا: فراه کې دې د مرموزو وژنو مخه ونيول شي

author avatar
31 Aug 2015 - 18:31
ولايتي شورا: فراه کې دې د مرموزو وژنو مخه ونيول شي
author avatar
31 Aug 2015 - 18:31

فراه(پژواک،٩وږی۹۴): د فراه د ولايتي شورا غړي وايي چې د دي ولايت په مرکز کې له درېيو مياشتو راهيسې لسګونه مرموزې وژنې شوي چې نور يې بايد حکومت مخه ونيسي.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال خيرمحمد نورزي د وږي په ٩مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د دې ولايت په مرکز کې له شلو زيات کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

ده وويل چې په وژل شويو کسانو کې دعامو خلکو ترڅنګ پوليس، څارنوالان او نور دولتي کسان هم شامل دي.

نورزى وايي چې په فراه کې پرله پسې وژنو د خلکو پر روان بده اغيزه کړې او اوس خلک نه شي کولى په اسانه ښار ته تګ راتګ وکړي.

دغه راز په ياده غونډه کې د فراه د ولايتي شورا بل غړي دادالله قانع وويل هم د مرموزو وژنو پر ډيرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې استخباراتي ارګانونه بايد د دغو وژنو مخه ونيسي.

ده زياته کړه: ((په عام بازار کې لسګونه وژنې شوي او عاملين يې په عام بازار کې خلکو هم ليدلي خو د فراه کشفي او استخباراتي ادارې دومره کمزورې دي چې تر اوسه يې دغه ډلې نه دي نيولې.))

د قانع په وينا، د يادو وژنو له ويرې ډيرى خلک له کورونو نه را وځي او هټيوال له ماښام سره سم دوکانونه بندوي.

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په فراه کې د مرموزو وژنو د مخنيوي په موخه دې د امنيتي ارګانونو په چارواکو کې بدلونونه راولي.

خو د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په فراه کې شل نه ، بلکې نهه تنه وژل شوي دي.

ده زياته کړه : ((  موږ خپل اخيري کوښښ کړى چې د دی پېښو مخنيوی وکړو او په تېره اوونۍ کې دوه تنه وسله وال مو په همدې تور ونيول.))

صمديار وويل چې د فراه استخباراتي او کشفي ارګانونه جدي هڅې کوي ترڅو دغه ډلې ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د يادونې ده چې درې ورځې وړاندې د فراه د مرکز اړوند د کنسک کلي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان د نامعلومو کسانو له خوا و وژل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.