چاريکار (پژواک، ٩ وږى ٩٤): د پروان چارواکي وايي، د دې ولايت په سيدخېلو ولسوالۍ کې يو ديني عالم د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د والي وياند وحيد صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د سيدخېلو ولسوالۍ په ملاحبيب خېل کلي کې، د ايام الدين په نوم يو ديني عالم مشهور په شېرپاچا د خپلې دندې پر لور روان و، چې د دوو مخ پټو موټرسايکل سپرو له لوري پر ډزو وژل شوى دى.
ده زياته کړه، نوموړي په سيدخېلو ولسوالۍ کې د ابوبکرصديق په نوم مدرسه کې د سرمعلمۍ دنده لرله.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه سيمې ته د دې پېښې د عاملينو د پېژندلو او نيولو په موخه تللي دي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د سيدخېلو يوه اوسېدونکي سيد محمود، پژواک ته وويل چې نوموړى ديني عالم د خپل کور په نږدې سيمه کې وژل شوى دى.
د ده په وينا، ياد شوى ديني عالم يو نېک انسان و او له هېچا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.
کابو شل ورځې وړاندې هم، په دې ولسوالۍ کې يو د طريقې خاوند د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن