ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ډوډۍ او خوراک نه غواړو زموږ کورونه دې بيا ورغول شي”

“ډوډۍ او خوراک نه غواړو زموږ کورونه دې بيا ورغول شي”

author avatar
31 Aug 2015 - 14:50
“ډوډۍ او خوراک نه غواړو زموږ کورونه دې بيا ورغول شي”
author avatar
31 Aug 2015 - 14:50

 کابل(پژواک، ٩ وږى ٩٤): د کابل ښار د شاه شهيد ځانمرګي بريد کې زيانمن  شوي خلک وايي چې په کنډوالو کې شپې ورځې تېروي او تر اوسه ورسره حکومت خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

د  روان لمريز کال د زمري مياشتې په ١٥مه د پنجشنبې په شپه د کابل ښار د اتمې امنيتې حوزې اړوند شاه شهيد سيمه کې ځانمرګي بريد ١٥ ملکي وګړي ووژل او څه باندې ٤٠٠ يې ټپيان کړل چې ټول ملکي وګړي وو.

 ددې خونړي بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ددې پېښې په لسګونو زيانمنو له دې امله لاريون وکړچې ګني د حکومت چارواکو ورسره په دې اړه کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

د پېښې يوه زيانمن محمدظاهرسلطاني ددې لاريون په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل:((له دولت څخه  ډوډۍ او پيسې نه غواړو، زموږ کورونه دې له سره ورغوي، څو باعزته ژوند ولرو.))

 هغه زياته کړه:((يوه بورۍ اوړه، وريجې او غوړي زموږ ستونزه نه شي حل کولى، خلک دې نه غولوي، لومړى يې ژمنه وکړه چې کورونه مو جوړوو، خو دادى ٢٦ ورځې کېږي چې څوک نه دي راغلي، موږ په کنډوالو کې شپې ورځې تېروو.))

سلطاني چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي، وويل:((سلګونه زره افغانۍ څه کېږي، د يوه شهيد د فاتحې مراسمو  لګښت ته هم بسنه نه کوي.))

 نوموړي زياته کړه:((موږ د دفاع وزارت د کشف رياست لپاره قرباني ورکړه، دولت بايد زموږ کورونه جوړ کړي.))

هغه ګواښ وکړ چې که دولت تر څو راتلونکو ورځو پورې د دوى د کورونو په بيا رغونه او د زيانونو د جبران په برخه کې اقدام ونه کړي، د کارته نو او شاه شهيد واټونه به د ترافيکو پر مخ بند کړي.

هغه وويل:(( تر څو مو چې غوښتنې نه وي پوره شوې، دا سړک به بند وي.))

٢٤ کلن حبيب الله چې په دې پېښه کې يې خپله مور او خور له لاسه ورکړي، د شاه شهيد پېښې زيانمنو ته د دولت په بې پامۍ د نيوکې تر څنګ وويل:((يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کېږي، يا خپله او يا د نورو په مرسته، خو زموږ اصلي ستونزه د سرپناه نشتوالى دى، تر څو پورې به بې سرپناه وو.))

 هغه هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دې بريد کې د دوى د ورانو شوو کورونو په بيا رغونه کې دې  ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه چې ددې ځاى اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.