ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځينه فعالانې : د خوست په دولتي ادارو کې د ښځينه وو ونډه کمه ده

ښځينه فعالانې : د خوست په دولتي ادارو کې د ښځينه وو ونډه کمه ده

author avatar
31 Aug 2015 - 11:58
ښځينه فعالانې : د خوست په دولتي ادارو کې د ښځينه وو ونډه کمه ده
author avatar
31 Aug 2015 - 11:58

خوست ښار ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : د خوست ښځينه فعالانې وايي، چې په دولتي ادارو کې د مامورينو د استخدام پرمهال ښځينه وو ته د لومړيتوب حق نه ورکولو له امله په ځايي ادارو کې د ښځينه مامورينو ونډه کمه ده.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د خوست په ټولو دولتي ادارو کې د ښځينه ښوونکو او ډاکټرانو په ګډون ۲۴۰ مېرمنې په ملکي او ۶ په نظامي برخه کې رسمي دندې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي سرچينو په حواله، په دې ولايت کې د نارينه دولتي ملکي مامورينو شمېر ۷۹۷۶ تنو ته رسېږي.

د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن ډاکټرې ملالۍ ولي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د دې ولايت په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو د کموالي عمده لامل د ښځو پر وړاندې تبعيض وباله.

هغې زياته کړه : ((نارينه نه غواړي، په هغو ادارو کې چې دوی کار کوي، ښځينه مامورينې حاکمې شي. هغه پرمختګ چې ښځې غواړي په يوه اداره کې يې وکړي، نارينه ورته زمينه نه برابروي.))

ملالۍ ولي له وزارتونو وغوښتل، چې د هېواد په کچه د لوستو مېرمنو د کاري زمينې د برابرولو لپاره په خپلو ولايتي دفترونو کې ښځينه مامورينو ته زياته ونډه ورکړي.

نوموړې وايي : ((ښځينه وو ته زمينه مساعده ده، خو چې دوی ته کار ورکړل شي. دولت بايد ورته بستونه اعلان کړي. دغه راز د استخدام پرمهال دې هم ښځو ته د لومړيتوب حق ورکړل شي.))

مدني فعاله مېرمن زينب وايي، چې په خوست کې د لوستو ښځو شمېر مخ پر زياتېدو دی، خو اندېښنه څرګندوي، چې په دولتي ادارو کې يې ونډه مخ پر کمېدو ده.

نوموړې وويل، چې دغې برخې ته د دولت نه پاملرنه په ټوليز ډول د لوستو ښځو د ناهيلۍ او له زده کړو سره يې د علاقې د کمېدولامل ګرځي.

مېرمن زينب زياته کړه: ((ځينې ښځې داسې ښې مفکورې لري، چې ډېر نارينه يې هم نه لري. که چېرې ښځو ته په هره اداره او پروګرام کې برخه ورکړل شي، نو د ښځو زړونه به نه ماتېږي.))

په ټوليز ډول په افغانستان کې د ډاډمن امنيت نشتوالی او دغه راز کلتوري مسايل نه يواځې د مېرمنو د کار، بلکې د هغوى د زده کړو په مخ کې هم لوى خنډونه ګرځيدلي دي.

خو په خوست کې د اداري اصلاحاتو د کمېسيون مشر هارون مجاهد دا نه مني، چې ګني په دولتي ادارو کې د مامورينو د استخدام پرمهال له ښځينه وو سره توپيري چلند کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.