ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستر اختلاف په پاکستان کې د حقاني شبکې شتون دی

ارګ: د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستر اختلاف په پاکستان کې د حقاني شبکې شتون دی

author avatar
1 Sep 2015 - 21:10
ارګ: د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستر اختلاف په پاکستان کې د حقاني شبکې شتون دی
author avatar
1 Sep 2015 - 21:10

کابل ( پژواک، ۱۰ وږی ۹۴ ) : د افغانستان اسلامي جمهوريت په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظر ډېر ستر اختلاف د پاکستان په خاوره کې د تروریستي ډلو په تېره بیا د حقاني شبکې د شتون څرنګوالی دی.

له ارګ څخه د وږي په ۱۰مه، پژواک خبري  اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د هغه هېواد حکومت د حقاني شبکه  د پوځي عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړې ده، د پاکستاني مقاماتو د یوې لسیزې مخکې د ادعاوو تکرار دی.

سرچینې زیاته کړې، اسناد او شواهد دا ښکاره کوي چې د حقاني او د نورو تروریستي شبکو رهبري، سوق اداره، زیربنایي ملاتړ او د هغوی پټنځایونه د پاکستان په خاوره کې شتون لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت تل داسې کافي مدارک چې په هغه هېواد کې د تروریستي شبکو شتون ثابتوي، د پاکستان د حکومت په واک کې ورکړي دي تر څو د دغو ډلو پر خلاف اقدام وکړي.

سرچینه کاږي، نړیوالې ټولنې هم  دغه موضوع درک کړې ده چې د تروریستي شبکو او د هغې له جملې څخه د حقانې شبکې اډه د پاکستان په دننه کې موجوده ده.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( په پاکستان کې د حقاني د شبکې او د نورو تروریستي ډلو پر خلاف د اسلام آباد د اقدام په بدل کې له دغه هېواد سره د پوځي مرستو د مشروط کولو په باب د امریکا د متحده ایالاتو د چارواکو وروستی اقدام، د افغانستان په برحقه دریځ د تائید مهر لګوي.))

د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي چې له دغو حقایقو څخه انکار کول له تروریزم سره د مبارزې او د سیمې په کچه د ثبات د ټینګښت په لاره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کمزورې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي افغانستان سیمه ییزې سولې او ثبات ته ژمن او مصمم دی او له پاکستان څخه یو ځل بیا غواړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګډ دښمن د هغې له جملې څخه د حقاني شبکې پر وړاندې په خپلو ژمنو په صادقانه ډول عمل وکړي او په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.