لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وږی ۹۴): د هلمند ولايت د بېلابېلو ولسواليو قومي مشران او دیني عالمان وايي چې اداري فساد او د سيمه ييزو چارواکو بې عدالتي په دغه ولايت کې د ناامنۍ لامل شوى دى.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي نن په لښکرګاه ښار کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د امنيتي حالاتو د کابو کولو په موخه ګډه غونډه درلوده.
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي مختاراحمد حقاني وويل چې د حالاتو د سمون په موخه بايد والي په دولتي ادارو کې بدلون راولي.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت بايد د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي دريځ غوره کړي؛ ځکه تر څو چې دا کار ونه شي امنيت نه راځي.
د ګرمسیر ولسوالۍ د ټولنیزي شورا ريیس محبوب خان وويل چې په ټولو دولتي ادارو کې خو په ځانګړې ډول په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد کچه لوړه ده.
هغه وويل: ((پولیس او نور ارګانونه د دولت وسله وال مخالفین نیسي، خو عدلي ارګانونه يې د پیسو او رشوت په بدل کې خوشي کوي چې دغه کار د امنیتي ارګانونو په کار منفي اغېزه کړې ده.))
د مارجې ولسوالۍ قومي مشر حاجي حقبین وویل، په هلمند کې اوسنۍ نا امني د همدې ځایي ادارې له خوا جوړه شوې ده.
ده وويل چې د سيمه ييزو چارواکو بې عدالتي د دې لامل شوې چې د دولت وسله وال مخالفین ډېر او پياوړي شي.
هغه زياته کړه: ((که سالمه اداره جوړه شي، خلکو ته سم خدمات وړاندي شي، عام ولس به په خپله له دولت سره د امنیت په برخه کې بشپړه مرسته کوي.))
د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا پخواني ريیس حاجي داوود تور پورې کړ چې دولتي چارواکي د وسله والو مخالفينو مدافعين دي.
هغه وويل چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نيول کېږي خو دولتي چارواکي يې د پيسو په مقابل کې بېرته خوشي کوي.
نوموړي زياته کړه: ((یوازې په سنګین کې د تېر کال په جګړه کې ٧ زره ملکي وګړي، سیمه ییز او ملي پولیس ووژل شول، خو دولت يې ننګه ونه کړه او له دې جګړي یواځې د ګوتو په شمېر کسانو ګټه ترلاسه کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن