لښکرګاه (پژواک، ١٠ وږى ۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د درېيو قوماندانو په ګډون ٥٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عبدالقیوم بارک د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون او وړمه ورځ بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتنځايونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې ولسوالۍ په پوپلزيو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د طالبانو د قوماندان ملا ظاهر په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي دي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د بارک په وينا، د دې ولسوالۍ په مالګير سيمه کې هم بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د طالب قوماندان مولوي سراج په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.
دغه راز هغه وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په ادم خان سيمه کې هم بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو يو کرولا موټر په نښه کړى چې په ترڅ کې يې څلور طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((طالبانو غوښتل چې په دې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي خو د ايساف ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل او ووژل شول.))
د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دوهم څارن شاه محمد اشنا پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې هم هوايي بريدونه کړى چې په ترڅ کې يې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز اشنا وايي چې بهرنيو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ کوفکه او شاول سيمو کې هم بريدونه کړي دي چې په ترڅ کې د طالب قوماندان دادالله په ګډون دوولس طالبان وژل شوي دي.
د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير سيمې اوسېدونکي تورجان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د طالبانو تر څنګ درى عام وکړي هم وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې د ملکي وګړو په یوه موټر هوايي بمبار شوی دی چې د طالبانو له موټر سره یو ځای له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.))
په لښکرګاه کې د کرکټ بورډ مسوول محمد حسین پولاد بيا وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د جان اغا پردېس په نوم د چاه انجیر د کرکټ لوبډلې يو لوبغاړی هم وژل شوی دی.
د ده په وینا، چې جان اغا لومړی ټپي شوی و خو وروسته يې په لاره کې سا ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن