کابل ( پژواک، ١٠ وږى ٩٤): ولسمشر غني وايي د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس چې د يو تن او وجود حيثيت لري، د ترهګرۍ قرباني دى، خو د ژغورلو لپاره يې سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، دغه څرګندونې نن په کابل کې د خيبرپښتونخوا او کوېټې له يو شمېر ليکوالانو او سياستوالو سره د کتنې پر مهال کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په پښتو ادب کې د خوشحال بابا ادبي پنځونې او اثار بېساري وبلل او ځوان لیکوال او څېړونکي يې د ګټورو اثارو لیکلو ته وهڅول.
سرچينه زياتوي چې ولسمشر د ځوانو لیکوالو او کدرونو د شهرت او معرفت لپاره د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او د فرهنګي کنفرانسونو جوړول ګټور وبلل او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ته یې لارښوونه وکړه، چې د ډیورنډ د دواړو غاړو لیکوالو تر منځ د اړیکو د لازيات ټينګښت زمینه برابره کړي.
ولسمشر ويلي چې د کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس چې یو تن او وجود دی او د وینې شراکت لري ، د ناامنۍ او ترهګرۍ قرباني دی.
ده په دې برخه کې په نړیواله، سیمه ییزه او د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په کچه جدي او هر اړخېز اقدامات اړين بللي او زياته کړې يې ده: " زموږ اساسي غوښتنه د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو د ژوند ژغورل دي او په همدې موخه مو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړې او په دې برخه کې زموږ پالیسي او دریځ منطقي او روښانه دی. "
غنی ویلی چې د هر افغان اساسي غوښتنه تل پاتې او باعزته سوله ده او د افغانستان حکومت د همدې لپاره د عمل لار غوره کړې ده.
ده زياته کړه: " خو که بیا هم زموږ اولادونه وژل کېږي، بیا نو د خبرو او مذاکراتو لاره تړل کېږي. "
دغه راز ولسمشر په دې ناسته کې ويلي چې افغانستان د اسیا څلور لاره ، یوه عظیمه اقتصادي سیمه ده، د ورېښمو او نورې لارې د همدې لپاره له دې ځایه تېرې شوې وې.
ولسمشر ويلي: " په اساسي توګه مو چین، اسیایي او اروپایي هېوادونو ته قناعت ورکړی او ټولې نړۍ راسره منلې چې هر اړخېز اقتصادي بحث دې پیل شي. "
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عوامي نیشنل پارټۍ مرکز ي سکرټر اورنګزیب کاسي او د باچاخان بنسټ مشر ډاکټر خادم حسین د راغلیو مېلمنو په استازولۍ د خبرو پرمهال له ولسمشر غني څخه د دغې لیدنې ځانګړې مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن