ترينکوټ ( پژواک، ۱۰ وږی ۹۴ کال ): په اروزګان کې د ١٦ کيلومتره کانال د جوړولو کار پيل شو او په سمنګانو کې د وچې مېوې يو مارکېټ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د کانال د کار د پيل پر مهال وويل چې ياد شوى کانال به د ١٦٨ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړ شي.
ده وويل چې د دې کانال په جوړېدو سره به د ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند د نچين، بورني او سرشخلي کليو ۵۴۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
دى وايي چې دغه پروژه د نړيوال بانک په لګښت د يو خصوصي شرکت له خوا پلې کېږي.
د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني ډاډ ورکړى چې د پروژې د پلي کېدو پر مهال به پلى کوونکى شرکت له امنيتي ستونزو سره نه مخ کېږي.
د نچين د کلي اوسېدونکي ملا عبدالستار، پژواک ته وويل خوښ دى چې د ياد کانال په جوړېدو سره به د سيمې د خلکو سلګونه جريبه ځمکه اوبه پيدا کړي او ورسره به د خلکو په اقتصادي وضعيت کې مثبت بدلون رامنځته شي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، نن د سمنګانو په مرکز ايبک کې د وچې ميوې يو مارکېټ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د بل مارکېټ د جوړولو کار پيل شو.
د سمنګانو د وچې ميوې د ټولنې مشر عبدالخالق د معلوماتو له مخې، هغه مارکېټ چې نن يې کار پيل شو، د المان په ٥ ميليونه افغانۍ مرستې د ايبک په شمال ختيځه سيمه کې جوړېږي.
د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد اسلم دانا وويل چې د دې مارکېټ دوه جريبه ځمکه د سمنګانو ښاروالۍ ورکړې ده.
دغه راز د ده په وينا، هغه مارکېټ چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، د ايبک د کوز بازار په سيمه کې د يادې ټولنې په دوه نيم ميليونه افغانۍ جوړ شوى او دوه جريبه ځمکه يې ښاروالۍ ورکړې ده.
د وچې ميوې يو سوداګر جانان د دې مارکېټونو د جوړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې پخوا يې د ښار په بېلابېلو سيمو کې ميوه اخيستله خو نور به د يادو مارکېټونو له لارې په اسانۍ ميوه پېرلى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن