ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” اوسمهال تذکره د رايې ورکولو کارت ځاى نه شي نيولى”

” اوسمهال تذکره د رايې ورکولو کارت ځاى نه شي نيولى”

author avatar
2 Sep 2015 - 20:49
” اوسمهال تذکره د رايې ورکولو کارت ځاى نه شي نيولى”
author avatar
2 Sep 2015 - 20:49

کابل (پژواک، ١١وږى ٩٤): د ټاکنيزو بنسټونو او سياسي چارو شنونکي وايي، په هېواد کې روانو حالاتو ته په پام سره، چې د تابعيت تذکرې او رايو ورکوونکو د نوملړ له مخې د ټاکنو ترسره کول پلي کېداى نه شي.

د هغوى په باور، د رايې ورکونې کارتونو باطلول او په ټاکنو کې د تابعيت له تذکرې څخه ګټه اخيستل، د دې لامل کېږي چې په هېواد کې ګڼ زيات کسان په ځانګړې توګه ښځې په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د يوې مياشتې په موده کې له بېلابېلو پرګنو سره تر سلا مشورو وروسته د وږي په ٨ مه په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره خپل وړانديزونه حکومت ته وسپارل.

د اوسني ټاکنيز نظام بدلون (نه لېږدېدوونکي واحدې راى سيستم) ټاکنيز موازي نظام (مختلط) ته؛ د ولسي جرګې  خپلواکو نوماندانو ته د کوچنيو ټاکنيزو حوزو جوړول، د رايې ورکونې  وېشل شوو کارتونو باطلول او د تابعيت تذکرې له مخې د رايې ورکوونکو د نوملړ برابرول، په ولسې جرګې کې د غړيتوب لپاره لږ تر لږه د څوارلسم ټولګي د فراغت سند درلودل، د رايو ورکولو د مرکزونو پر ټاکلو له سره کتنه، د ټاکنيزو کمېسيونونو غړو د ټاکنې کمېسيون په ترکيب او د دې کمېسيون د کړنو په څرنګوالي کې ځيني بدلونونه، د ټاکنيزو کمېسيونونو د ځواب ويلو  او نورو مسايلو لپاره د روڼتيا کمېټې رامنځ ته کول، په ولايتي او د ولسواليو په شوراګانو کې تر ٢٥ سلنې څوکيو پورې د ښځو ونډې لوړول، د ټاکنو په مرکزونو او محلونو کې د ټاکنو د موقتو کارکوونکو په توګه د ښوونځيو او دولتي لوړو زده کړو موسسو ښوونکو او د دولتي کارکوونکو ګومارل، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون له وړانديز شوو مواردو څخه دي.

خو په دې راپور کې يواځې د رايې ورکونې کارتونو د باطلولو او د تابعيت تذکرې له مخې د رايو ورکوونکو د نوملړ برابرولو په اړه بحث شوى دى.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د طرحې په درېيمه ماده کې راغلي دي: "د رايو ورکوونکو نوملړ دې د تابعيت تذکرې له مخې ترتيب شي، د دې په درک کولو سره چې يو شمېر هېوادوال تر اوسه د تابعيت تذکره نه لري، د ټاکنو خپلواک کمېسيون  دې يواځې  د ٢٠١٦کال ټاکنو لپاره د رايو ورکوونکو د نوملړ ثبتولو لپاره ځانګړي اصولي ترتيبات تر لاس لاندې ونيسي.

د رايې ورکولو له شرايطو سره برابر کسان به د رايو مرکزونو ته ځي، نوم ليکنه به کوي، هېڅوک نه شي کولى چې له يو ځل څخه زيات خپل نوم د رايو په مرکزونو کې ثبت کړي، د رايې ورکوونکي چې کوم مرکز کې نوم ليکل شوى، اړ دى څو ياد مرکز کې رايه ورکړي.

د رايې ورکوونکى اړ دى چې د رايې ورکونې پاڼې تر لاسه کولو لپاره د تابعيت تذکره او يا هغه سند چې د کميسيون له لوري د هويت پېژندنې لپاره ځانګړې شوى دى، وړاندې کړي، د هېواد په کچه د رايې ورکوونکو د نوملړ له شتون پرته په هره ټاکنيزه او په ځانګړې توګه د رايې ورکونې په هر مرکز کې ټاکنې نه شي ترسره کېداى.

حکومت دې خلک د تابعيت تذکرې اخيستو ته وهڅوي او په دې برخه کې دي اړينې اسانتياوې رامنځ ته کړي، برېښنايي تذکره کولى شي چې لږ ترلږ ه په ټاکنو کې د درغليو او تقلب مخه ونيسي، نو پر دې اساس دې حکومت له ځنډ پرته د الکترونيکي تذکرو وېش پيل کړي، د رايې ورکونې شته کارتونه دې په پرنسيپ کې باطل شي."

د ياد کميسيون غړو ويلي، اوسمهال په افغانستان کې د رايې ورکونې لپاره په شرايطو برابر ١٣ ميليونه کسان شتون لري، خو د رايې ورکونې ٢١ ميليونه کارتونه وېشل شوي او په  ټاکنو کې له درغلۍ څخه د مخنيوي لپاره دې دغه ستونزه حل شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء پخوانى مشر ضياءالحق امرخېل وايي، د رايې ورکونې د کارتونو باطلول په اصل کې له افغانانو سره ستر ظلم او جفا ده.

د ده په وينا، له نوې کړنلارې سره د رايې ورکونې د نويو کارتونو وېش په کمه موده کې د پلي کېدو وړ نه دي او ډېر لګښت ته اړتيا لري، ځکه له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې په شل ميليون وېشل شويو کارتونو ٥٠٠ ميليون ډالره لګښت راغلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.