تالقان (پژواک،١١ وږى ٩٤): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون درى سيمه ييز پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د يادې ولسوالۍ په جلمخور سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
د ده په وينا، جګړې شاوخوا درى ساعته دوام درلود چې په ترڅ کې يې د يادې پوستې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد رسول او دوه نور سيمه ييز پوليس و وژل شول.
هغه وايي، په دې نښته کې څلور طالبان هم وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
د خواجه غار ولسوال محمدعمر هم ياده نښته تاييد کړه او ويې ويل، نن سهار طالبانو د جلمخور، تغه قولتغ او چغتای پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل، خو زياتوي: ((د طالبانو بريدونه پر شا وتمبول شول.))
نوموړي د يادو بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو وايي، په دې ولسوالۍ کې څه باندې پنځه سوه د ملي اردو سرتېري، سيمه ييز پوليس او ملي پوليس شتون لري.
دى وايي: ((که امنيتي مشران په دې ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو پلان جوړ کړي، نو موږ حاضر يو چې دغه ولسوالي د وسله والو له شتونه پاکه کړو.))
خواجه غار ولسوالۍ تر هغه وروسته نا امنه شوه چې وسله والو طالبانو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ونيوه او ځيني وسله وال خواجه غار ته واوښتل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن