ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سبا کابل ته راځي

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سبا کابل ته راځي

author avatar
2 Sep 2015 - 11:21
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سبا کابل ته راځي
author avatar
2 Sep 2015 - 11:21

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په داسې حال کې سبا کابل ته راځي چې اوس تر بل هر وخت د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې دي.

ټاکل شوې چې سرتاج عزيز په کابل کې د افغانستان په اړه کېدونکي نړيوال اقتصادي کنفرانس ( ريکا) کې ګډون وکړي.

دا درى ورځنى کنفرانس د وږي په ١٢مه په کابل کې پيلېږي چې په کې د نړۍ د ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

په کنفرانس کې د نورو بهرنيو استازو په ګډون د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم ګډون کوي.

پاکستانۍ سرچينو ويلي چې سرتاج عزيز به په دغه کنفرانس کې د ګډون پر مهال هڅه وکړي چې له افغانستان سره خرابې شوې اړيکې بېرته ښې کړې.

د کابل او اسلام ا باد تر منځ اړيکې وروسته له هغه ډېرې خرابې شوې چې افغان چارواکو تېره مياشت د کابل تر پرله پسې خونړيو بريدونو وروسته پر پاکستان تور پورې کړ چې دا بريدونه په دغه هېواد کې تنظيم شوي وو او د پاکستان استخباراتي اداره په کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اختلافاتو تر ټولو لوى لامل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د حقاني ډلې شتون دى.

امريکا هم څو ورځې مخکې ويلي وو چې پاکستان بايد د حقاني ډلې پر ضد نور جدي اقدامات ترسره کړي.

د يادونې ده، د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو کنفرانس (ريکا) د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٥ کال کې په کابل کې جوړ شوى و، تر هغه وروسته په ٢٠٠٦ کې په هندوستان، ٢٠٠٩، پاکستان او په ٢٠١٠ کال کې په ترکيه کې په لاره اچول شوى و.

وروستى کنفرانس يې په تاجکستان کې جوړ شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.