کلات- ميدانښار (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د زابل چارواکى وايي، د کلات ښاروالۍ ته نوې ودانۍ جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د زابل والي محمد انور اسحاقزي د وږي په ١١مه د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په دوه پوړه کې په اساسي ډول د يوه کال په موده کې جوړه شوه.
ده زياته کړه، پر يادې ودانۍ لس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د ښاروالۍ له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
د هغه په خبره، له دې سره به د ښاروالۍ د کار کوونکو هغه ستونزې راکمې شي چې وړاندې د ځاى له نشتوالي سره مخ وو.
نوموړى وايي، دغه ودانۍ د يوه کورني ساختماني شرکت له لوري جوړه شوې او د جوړېدو پر مهال يې لسګونه وزګار کسان پر کار کړي وو.
د يادونې ده، د ښاروالۍ اداري ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي چې څو ورځې وړاندې د همدې ادارې له لوري د يوه پارک د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د يو بل خبر له مخې، د نږدې ۵ ميليونو افغانيو په لګښت په ميدان وردګو ولايت کې بېلابېلې ۸ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا پروژې په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د ملي پيوستون د پروګرام له خوا پلې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دې پروژو کې د غونډو تالارونه، سربندونه، پولګوټي، د اوبو ذخيرې، سړک، استنادي دېوال او د پاکو اوبو څاګانې شاملې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن