ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: امنيتي ځواکونو دې د هدفي وژنو مخنيوى وکړي

د کندهار والي: امنيتي ځواکونو دې د هدفي وژنو مخنيوى وکړي

author avatar
2 Sep 2015 - 18:36
د کندهار والي: امنيتي ځواکونو دې د هدفي وژنو مخنيوى وکړي
author avatar
2 Sep 2015 - 18:36

کندهار (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د کندهار والي وايي، امنيتي ځواکونه دې د هدفي وژنو مخنيوى وکړي؛ ځکه وسله وال مخالفين غواړي له همدې لارې خپل حضور وښيي او په خلکو کې وېره خپره کړي.

د کندهار والي ډاکتر همايون عزيزي دغه څرګندونې د کندهار ولايت مقام په اونيزه امنيتي غونډه کې وکړې.

ده وويل، امنيتي ارګانونه دې په خپل ټول توان د هدفي وژنو مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه، وسله وال مخالفين غواړي د هدفي وژنو له لارې خپل حضور وښيي او په خلکو کې وېره خپره کړي.

د کندهار د ملي امنيت رييس جنرال قدرمحمد هم په کندهار کې وروستيو غلچکي بريدونو او هدفي وژنو ته په اشارې وويل، هڅه کوي د دغه راز بريدونو مخنيوى وکړي.

خو هغه په دې برخه کې د خلکو همکاري مهمه وګڼله او ويې ويل، د کندهار اوسېدونکي بايد د ترهګرۍ پر ضد يو موټى شي او د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي.

ده زياته کړه، په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو په منځ کې د واک پر سر اختلافات ډېر شوي او د پخوا په پرتله کمزوري شوي دي.

د ملي امنيت رييس دغه راز خبر ورکړ چې په روانه اوونۍ کې يې منسوبينو په يو لړ عملياتو کې يوه ډله وسله وال نيولي چې غوښتل يې په کندهار کې ښار کې وسله وال بريدونه ترسره کړي.

نوموړي په دغو عملياتو کې د ١٧ ماينونو د ترلاسه کولو خبر هم ورکړ چې په کندهار ښار او ولسواليو کشف شوي وو.

د کندهار د امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په دې ناسته کې وويل، په روانه اوونۍ کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې عمليات کړي چې پر مهال يې ٣ وسله وال وژلي، ٣ تنه مشکوک يې ژوندي نيولي او يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي يې ترلاسه کړي.

دغه راز ده وويل چې د امنيې قوماندانۍ له خوا يې د ٢٥ روږدو درملنه هم کړې ده.

د ملي اردو د دريمې لوا رييس ارکان ډګروال غلام حضرت هم وويل چې په روانه اوونۍ کې يې ٤ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ١٩ ماينونونه کشف او شنډ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.