ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب او جوزجان کې څلور ملکي وګړي او دوه طالب قوماندانان وژل شوي

فارياب او جوزجان کې څلور ملکي وګړي او دوه طالب قوماندانان وژل شوي

author avatar
2 Sep 2015 - 12:58
فارياب او جوزجان کې څلور ملکي وګړي او دوه طالب قوماندانان وژل شوي
author avatar
2 Sep 2015 - 12:58

ميمنه- شبرغان (پژواک، ١١ وږى ٩٤): په فارياب کې د دوو قوماندانانو د شخصي دښمنۍ له امله څلور ملکي وګړي او دوه طالب قوماندانان په فارياب او جوزجان کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا قوماندانان غلام نبي شجاع او ملا فيض الله نومېږي او د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې يې وخت ناوخت له يوه بل سره نښتې کوي.

د ګرزيوال ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي صبغت الله سېلاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د شجاع پلويانو د ملا فيض الله کور ته لاسي بم غورځولى و چې دوه کسان په کې وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې دوه ښځې دي خو د دوو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

خو د ګرزيوان ولسوال عبدالرازق کاکړ وويل چې دا مرګ ژوبله د فيض الله او غلام نبي شجاع په نامه دوو ځايي قوماندانانو د کسانو تر منځ د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

دا قوماندانان په ملي جنبش او جمعيت اسلامي پورې اړه لري.

کاکړ زياته کړه چې د نښتې لامل شخصي، سياسي او ګروپي دښمني ده او پخوا هم څو ځلې له يو بل سره ښکېل شوي چې مرګ ژوبله يې هم اړولې وه.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط وويل چې په دې پېښه کې له دواړو خواوو درى کسان وژل شوي، پنځه نور ژوبل شوي  او يوې ښځې هم د راکټ د غږ له امله سکته کړې ده.

له بلې خوا د ګرزيوان ولسوال وويل چې د ولسي ځواک دوه غړي په غول بويان سيمه کې تر نيول کېدو وروسته پر ډزو وژل شوي چې يو کس په کې د سيمه ييز پوليس پلار دى.

دا  ملکي مرګ ژوبله داسې مهال رامنځته شوې چې د ملګرو ملتونو تازه راپور له مخې د ٢٠١٥ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې شاوخوا ١٦٠٠ ملکي وګړي، ماشومان او ښځې په افغانستان کې وژل شوي او څه باندې ٣٣٠٠ ژوبل شوي دي.

د ګرزيوان ولسوال وويل چې د طالبانو قوماندان ملا عبدالاحد په غول بويان سيمه کې له سيمه ييزو پوليسو او ولسي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى او طالبان له سيمې شړل شوي دي.

ځايي امنيتي چارواکي وايي چې د دولت په نوم بل طالب قوماندان تېره شپه د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ په شيربيګ سيمه کې پر امنيتي پوسته د بريد پر مهال وژل شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.