ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل او هرات کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

په کابل او هرات کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
2 Sep 2015 - 13:04
په کابل او هرات کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
2 Sep 2015 - 13:04

هرات- کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د هرات په انجيل ولسوالۍ او د کابل ښار په يوه خصوصي ښوونځي کې يو شمېر نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د انجيل ولسوالۍ د حبيب المصطفى ښوونځي  ٦٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

شېرزي زياته کړه: "ټول مسموم شوي زده کوونکي روغتون ته ور وړل شوي چې شمېر يې ٦٠ تنو ته رسېږي."

هغه وويل چې ټول مسموم شوي زده کوونکې  په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او تر اوسه يوه هم له روغتونه نه دې رخصت شوې.

د هغه په وينا، د مسموم شوو زده کوونکو عمرونه د ١٥ او ١٩ کلونو تر منځ دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه.

هغه وويل: ((زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې د همدغه ښوونځي د استادانو او يا هم زده کوونکو له لوري مسموم کوونکي توکي ښوونځي ته راوړل کېږي خو دا ډېر وخت او کار ته اړتيا لري تر څو موږ دغه کسان پيدا کړو.))

احمدي وايي چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه پلاوى ټاکل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د يادې لېسې ١٣٠ زده کوونکې، ښوونکي او د ښوونځي ساتونکي مسموم شوي وو.

له بلې خوا د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې اړوند سيمه کې هم د يوې خصوصي لېسې يو شمېر نجونې مسمومې شوې دي.

د ديارلسمې ناحيې په دشت برچي سيمه کې د تلاش په نوم د عالي لېسې مدير حاجي محمد ياسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار دوه نجونې مسمومې شوې دي.

هغې د مسمومېدا لامل په ګوته نه کړ خو زياته يې کړه چې د يوه ډول بوى له امله چې کېدا شي د کوم شي د سوځېدو له امله پيدا شوى و، دا نجونې مسمومې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.