ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“جنرال دوستم دې د کندوز د جګړې مشري وکړي”

“جنرال دوستم دې د کندوز د جګړې مشري وکړي”

author avatar
3 Sep 2015 - 17:47
“جنرال دوستم دې د کندوز د جګړې مشري وکړي”
author avatar
3 Sep 2015 - 17:47

کندوز(پژواک، ١٢ وږى ٩٤): په کندوز کې سلګونو کسانو ديوې غونډې په ترڅ کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې جنرال دوستم دې په دغه ولايت کې د جګړې د مشرۍ لپاره ور واستول شي.

د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تېره مياشت فارياب ولايت ته لاړ او د جګړې د مشرۍ په اخيستلو سره يې د قيصار او المار ګڼ شمېر سيمې د وسله والو مخالفينو له واک نه وويستلې.

هغه چې اوس  کابل ته راستون شوى، له طالبانو يې غوښتنه کړې چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او له جګړې لاس واخلي، که نه له دې پرته به وځپل شي.

جنرال دوستم وايي، که چېرته دولت دى هر ولايت ته ولېږي، حاضر دى چې وسله وال مخالفين يا سولې ته اړ کړي او يايې هم وځپي.

 نن په کندوز کې سلګونه کسان راټول شوي وو او حکومت يې د امنيت خوندي کولو کې په ناغېړۍ تورن کړ او ويې ويل چې وسله وال مخالفين د ښار دروازو ته رسېدلي او د ولسوالۍ زياتې سيمې د هغوى په واک کې دي.

د کندوز يوه قومي مخور ضابط عزيزالله وويل، سره له دې چې د کندوز د بېلابېلو سيمو له تصرف نه څو مياشتې تېرېږي، خو حکومت تر اوسه له طالبانو څخه ددې سيمو په بېرته نيولو کې ناکام دى.

هغه زياته کړه چې طالبان بشپړ ځواک لري او تر هغو چې پراخه عمليات تر سره نه شي، په دې ولايت کې د ډاډمن امنيت راتګ امکان نه لري.

 دې مخور له حکومت نه غوښتنه وکړه چې جنرال دوستم د جګړې د مشرۍ لپاره کندوز ته واستوي، ځګه چې په فارياب او سرپل کې يې له  طالبانو ډيرې سيمې ونيولې.

د عبدالعلي په نامه يوه پخواني جهادي قوماندان ادعا وکړه چې د کندوز اکثره سيمې د طالبانو او داعش په لاس کې دي او حکومت بايد د دوى د ځالو ړنګولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي وويل چې د کندوز په زرګونو کورنيو د جګړې او نا امنۍ په سبب خپل ژوند او کورنۍ پرېښې او د کندوز په مرکز کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي چې شمېره يې مخ پر زياتېدو ده.

د کندوز ولايتي شورا مشر وويل چې امنيتي وضعيت تر کندوز ښار پورې محدود دى او همدا مهال ددې ولايت خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

هغه د وسله والو مخالفينو له خوا د نيول شوو سيمو بېرته نيول د سيمه ييزو ځواکونو له توانه اوچت وبلل او زياته يې کړه:(( تر هغو چې د عملياتو په سر کې کوم لوړ پوړى مرکزي چارواکى نه وي، د موجوده ارګانونو په دې نا همغږۍ کې هېڅ ډول پرمختګ نه شي کېدى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.