خوست ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د خوست ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او يو شمېر نورو خلکو له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد په مبارزه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
د خوست لسګونه قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني ټولنو د يوې غونډې په ترڅ کې چې دولتي چارواکو هم په کې ګډون کړی و، د افغان ملي امنيتي ځواکونو کړنې وستايلې او له هغوی څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
قومي مشر ډګروال ګل نواز دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو په ګډون که بل هر څوک په دغه هېواد کې ورانکارې کړنې ترسره کوي، دوی به يې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ له دولت سره په تېره د امنيتي ځواکونو په څنګ کې يو، موږ هېڅ بل سړی دې وطن ته نه پرېږدو چې خپل شوم اعمال د افغانستان د پاکې خاورې په مقابل کې استعمال کړي.))
يوه بل قومي حاجي احمدګل غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د خوست ولسونه به د خپلو ملي امنيتي ځواکونوڅخه هيڅ ډول همکاري دريغ نه کړي او د هغوی ترڅنګ ولاړ دي.
دى وايي: ((موږ د امنيتي ځواکونو سره په ټوله مانا همکار يو او ژمنه کوو، چې هر وخت به له دوی سره څنګ په څنګ ولاړ و او په ګډه به د خپلې خاورې څخه دفاع کوو.))
د افغانستان د قومونو او قبايلو په چارو کې د اجرائيه رييس سلاکار وزير غازي نواز تڼي چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، د افغانستان پرخلکوغږ وکړ، چې له خپلو امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
نوموړي له ديني عالمانو او قومي مشرانو هم غوښتنه وکړه چې عام خلک د خپلو ملي امنيتي ځواکونو همکارۍ ته وهڅوي او د خپل هېواد د ساتنې لپاره اوږه په اوږه د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
هغه وويل: ((هغه څوک چې د خلکو د خير ښيګڼې لپاره، د وطن د ابادی او سوکالی لپاره شپه او ورځ په ځان تېروي له هغه سره همکاري ضرور او په ټولو باندې واجب ده او دا د ايمان جز دی.))
خوست والي حکم خان حبيبي په ياده شوې غونډه کې وويل چې د امنيتي ارګانونو تر منځ ښه همغږي او له دولت سره د خلکو همکاري په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت لامل ګرځېدلې.
نوموړي وويل: ((د ټولنې فرد فرد بايد خپلو ملي امنيتي ځواکونو ملا ور وتړي، دا ستاسو وروڼه او زامن دي، دا د ملي نواميسو، ملي افتخاراتو ساتونکي او د دې وطن د عزت لپاره شپه او ورځ قربانۍ ورکوي.))
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت ټولو خوست مېشتو ته ډاډ ورکړ چې شپه او ورځ به په ځان يوه کړي او د خپلې خاورې، خپلو خلکو څځه به د سر په بيه دفاع کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن