ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنيز نظام د بدلون طرحه، د افغانانو له سياسي حق سره معامله ده”

“د ټاکنيز نظام د بدلون طرحه، د افغانانو له سياسي حق سره معامله ده”

author avatar
3 Sep 2015 - 19:03
“د ټاکنيز نظام د بدلون طرحه، د افغانانو له سياسي حق سره معامله ده”
author avatar
3 Sep 2015 - 19:03

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د چارو يو شمېر پوهان، له اکثريتي ټاکنيز نظام څخه تناسبي موازي نظام ته د اوښتون طرحه غوره بولي، خو عملي کېدو ته يې د شک په سترګه ګوري او يو شمېر کارپوهان بيا د يادې طرحې مخالف دي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو څخه د رايې له اخيستو يوه مياشت وروسته، په پايله کې د وږي مياشتې په ٨ مه ؛ په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره لومړۍ وړانديز شوې کڅوړه حکومت ته وسپارله.

د اوسني ټاکنيز نظام (نه لېږدېدونکې واحدې رايې نظام) موازي ټاکنيز نظام (مختلط) ته اوښتون؛ له دې وړانديزونو بلل کېږي.

اکثريتي نظام، ټاکنيز نظام يا د رايې اخيستنې او ټاکنو د تر سره کولو نظام دى، چې په هغه کې د ټاکنيزو څوکيو شمېر ته په پام سره، کوم څوک او هغه کسان چې ډېرى رايې پکې تر لاسه کړي نو د ټاکنو ګټونکى بلل کېږي. په دغه نظام کې رايه نه لېږدېدونکې حيثيت لري او اکثريت رايه په کې د اعتبار وړ بلل کېږي.

تناسبي موازي نظام (مختلط) هغه ټاکنيز نظام دى چې پکې يو  شمېر نوماندان د خلکو مستقيمې رايې (اکثريتي نظام) له لارې او يو شمېر نور يې ګوندونو ته د خلکو د رايې (تناسبي نظام) پر بنسټ ټاکل کېږي.

 د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون د وړانديز شوې کڅوړې پر بنسټ، د افغانستان اوسنى ټاکنيز نظام چې د نه لېږدېدونکې واحدي رايې SNTV)) نظام دى، تناسبي موازي نظام ته داسې بدلون وکړي چې د سياسي ګوندونو د ونډې او ودې لامل شي او د افغانستان په حکومتوالۍ سيسټم کې سياسي ګوندونو ته اغېزمنه رول مساعد کړي.

 دغه کمېسيون، د اکثريتي نظام بدلون په داسې يو ډول غوښتي چې موازي نظام د ولسي جرګې يو ثلث څوکۍ هغو سياسي ګوندونو ته ځانګړې شي، چې د قانون د حکمونو پر بنسټ، سياسي ګوندونه او نور تقنيني سندونه رامنځته شوي او فعاليت کوي.

په ياده طرحه کې راغلي، چې سياسي ګوندونه د خپلو نوماندانو د لومړيتوب لپاره پرانيستي لېستونه بايد د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره وړاندې کړي.

د يادې طرحې په بل ځاى کې څرګنده شوې، چې ټاکنيزه حوزه د ټول هېواد د سياسي ګوندونو د نوماندانو لپاره ده او سياسي ګوندونه چې کم تر که درې سلنه غورځول شوې رايه د سياسي ګوندونو په ګټه تر لاسه کړي، ټاکنيزو سياليو (د ولسي جرګې د څوکۍ تر لاسه کول) ته شامليږي.

د يادې طرحې پر بنسټ، په پرانيستي ټاکنيز نظام کې د ولسي جرګې له ٢٥٠ څوکيو څخه؛ د دريو ښځو په ګډون ١٠ څوکۍ کوچيانو ته، يوه څوکۍ هندوانو، يو ثلث څوکۍ سياسي ګوندونو او پاتې نورې څوکۍ د ٦٥ ښځو په ګډون خپلواکو نوماندانو ته ځانګړې کېږي.

دغه راز په دغه طرحه کې راغلي، چې د ولسي جرګې د خپلواکو نوماندانو لپاره د ولايتونو په داخل کې ټاکنيزې حوزې، د نفوسو پر بنسټ پر وړوکو حوزو له يوې څخه تر پنځو څوکيو باندې ووېشل شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد شهلا فريد، په اوسنيو شرايطو کې د دا ډول طرحې وړاندې کول؛ د افغانانو په سياسي حق کې ستره جفا، خيانت او معامله ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.