ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: پکتيا کې دې د ايسا دفتر بېرته پرانيستل شي

سوداګر: پکتيا کې دې د ايسا دفتر بېرته پرانيستل شي

author avatar
3 Sep 2015 - 17:17
سوداګر: پکتيا کې دې د ايسا دفتر بېرته پرانيستل شي
author avatar
3 Sep 2015 - 17:17

ګردېز (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د پکتيا د سوداګرۍ خونې او يو شمېر سوداګر په دغه ولايت کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.

له پانګوني د ملاتړ ادارې (ايسا) د زون په کچه په ١٣٩٠ هـ ل کې په پکتيا ولايت په فعاليت پيل وکړ خو درى ورځې وړاندې دغه اداره خوست ولايت ته ولېږدول شوه.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې او يو شمېر سوداګرو د وږي په ١٢مه د دې ادارې د بېرته فعالېدو په اړه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د پکتيا سوداګرۍ خونې مشر نصير عالميار وويل چې په دې وروستيو کې له پانګونې د ملاتړ ادارې په دغه ولايت خپل فعاليتونه بند کړي او په خوست ولايت کې يې پيل کړي دي.

هغه وويل: ((د ايسا ادارې دغه کار په پکتيا کې پر سوداګريزو چارو ناوړه اغېز کوي.))

د عالميار په وينا، يو شمېر سوداګر چمتو شوي و چې په دغه ولايت کې پانګونه وکړي خو له پانګونې د ملاتړ ادارې په نه شتون کې دغه سوداګر بيا په دغه ولايت کې پانګونه نه کوي.

هغه وايي چې له پانګونې د ملاتړ ادارې په دغه ولايت کې له سوداګرو سره ډېرې مرستې کولې او تل به يې د سوداګرو ستونزې له حکومت سره شريکولې او د حل لارې به يې ورته پيدا کولې.

دغه راز په پکتيا کې د سوداګرو ټولنې مشر رشاد باختري هم وويل چې ايسا ادارې په دغه ولايت کې خپل فعاليتونه بند کړي دي.

هغه زياته کړه: ((پکتيا د شپږو ولايتونو مرکزيت دی چې د شاوخوا ولايتونو سوداګرو په ډېرې اسانۍ سره د ايسا دفتر ته لاسرسى کولاى شواى خو په خوست ولايت کې ټول ورته لاسرسى نه شي پيدا کولاى.))

باختري له حکومته غوښتنه وکړه چې يو ځل بيا په دغه ولايت کې له پانګونې د ملاتړ اداره فعاله کړي تر څو په دغه ولايت کې پانګونه له ستونزو سره مخ نه شي.

د پکتيا يو سوداګر حاجي مامور پژواک ته وويل: ((موږ د حکومت په دې پرېکړه نيوکه کوو چې د ايسا د زون دفتر يې له زون څخه يو بل ولايت ته انتقال کړی دی.))

ده هم وويل چې له پکتيا ولايت څخه د ايسا دفتر په لېږدولو سره د دغه ولايت تر څنګ د شاوخوا نورو ولايتونو سوداګرو هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.