کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د کډوالو چارو وزارت له ټولو هغو هېوادوالو چې په غير قانوني ډول نورو هېوادونو ته د تګ هوډ لري، غوښتي چې له دغو خطرناکو سفرونو ډډه وکړي.
له ياد وزارت څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې په لوړه کچه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، خو له بده مرغه د يوه تريخ واقعيت په توګه، په دې وروستيو کې د دې شاهد يو چې په نړيواله کچه له بېلابېلو هېوادونو څخه په بې سارې ډول، ګڼ شمېر کډوال اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په روان زېږديز کال کې د دوی له لارې په خپله خوښه ٥٠زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خو بايد وويل شي چې له دې سره هم مهاله، په دې وروستيو کې ګڼ شمېر هېوادوال اروپايي هېوادونو ته تللي او يا هم د تګ تکل لري.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د غير قانوني کډوالۍ د ډېرېدو په اړه چې د انساني قاچاقچيانو له خوا د انسانانو د ژوند د خونديتوب لپاره په کې هېڅ ډول ژمنتيا شتون نه لري، خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
سرچينې له ټولو هغو کسانو او کورنيو چې په غير قانوني ډول نورو هېوادونو ته د تګ هوډ لري، غوښتي چې له دغو خطرناکو سفرونو ډډه وکړي او خپل ځان او کورنۍ د مرګ له خطر سره مخ نه کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له هغو اروپايي هېوادونو څخه چې له کډوالو سره د ځينو هېوادونو د ناسم چلند په اړه يې خپله اندېښنه څرګنده کړې او د روان کال د سپټمبر په ۱۴مه يې د کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د ۲۸ اروپايي هېوادونو د سرمشريزې غونډې غوښتنه کړې ده، مننه کړې ده.
دغه راز ياد وزارت له ټولو اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې چې کډوالۍ ته د يوې بشري مسئلې په توګه پام وکړي او د ټولو هېوادونو کډوال په برابر ډول تر ارزونې لاندې ونيسي او اروپايي هېوادونه يو وار بيا د اروپايي ټولنې د ارزښتونو په اړه پر خپلو ژمنو ټينګار وکړي.
د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز په يوه تحليل کې راغلي چې د اروپايي اتحاديې د يوې څېړنې له مخې د ۲۰۱۵ کال په جولای مياشت کې د اروپا پولو ته کابو ۱۰۷۵۰۰ کډوال رسېدلي چې افغانان د دغو ناقانونه کډوالو درېيم لوى اکثريت جوړوي.
سرچينه زياتوي، په افغانستان کې ناامنۍ او بېکاري هغه بنسټيز لاملونه دي چې افغانان اړ باسي، ترڅو اروپا ته کډوال شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن