ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا وژل شوې

author avatar
3 Sep 2015 - 20:55
author avatar
3 Sep 2015 - 20:55

ميدان وردګ (پژواک ١٢ وږى ٩٤): د ميدان وردګو چارواکي وایي، د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې یوه شل کلنه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د وږې په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه، نن ماښام نږدې شپږ بجې د نرخ ولسوالۍ په اول خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه، وژل شوې مېرمن شکیلا نومېږي او د خپل خاوند نورحمن له لوري په زور سره وژل شوې ده، چې امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او نوموړى یې نیولی دى.

د هغه په وينا، نورحمن څخه دمګړۍ څېړنې روانې دي، ترڅو د پېښې د رامنځته کېدو لامل څرګند شي.

تردې وړاندې هم په یاده سیمه کې یوه ښوونکې د خپل ورور له لوري د دندې ترسره کولو له امله په ډزو سره ټپي شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.