ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د کوکنارو ځاى ريحان او کنجد نيسي

په نيمروز کې د کوکنارو ځاى ريحان او کنجد نيسي

author avatar
3 Sep 2015 - 15:56
په نيمروز کې د کوکنارو ځاى ريحان او کنجد نيسي
author avatar
3 Sep 2015 - 15:56

 زرنج (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د نيمروز ولايت کروندګر مني چې د کوکنارو کښت حرام دى او که چېرې ورته دولت د بديل کښت زمينه مساعده کړي، نو حاضر دي چې پر ځاى يې ريحان او کونجد وکري.

نيمروز سوېل لوېديځ ولايت دى، که څه هم د کوکنارو د کښت کچه په کې لوړه ده، خو ځايي چارواکي وايي چې دغه ولايت ته نشه يي توکو له کندهار، هلمند، هرات او فراه ولايتونو څخه په قاچاق راوړل کېږي او وروسته يې ايران او بيا اروپا ته لېږدوي.

تېر کال پر شاوخوا ١١ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال ١٣ زره هکتارو ته رسېږي چې زياته برخه يې له هلمند سره په پوله په دلارام او خاشرود او له ايران سره په پوله د فراه په چهار برجک کې کرل شوي دي.

کروندګر وايي چې د نشه يي توکو مافيا حتى کروندګرو ته له وړاندې پيسې او پور ورکوي او کله چې د کوکنارو حاصلات ټول شي، نو حاصلات په ارزانه بيه د پيسو او يا پور په بدل کې خپل جېب ته اچوي.

کروندګر مني چې د کوکنارو کښت حرام دى، خو له مجبوريته د دغه کښت کرلو ته اړ شوي، ځکه که چېرې حبوبات وکري، نو ګټه نه کوي او حتى زيان يې ډېر وي.

ځيني کروندګر وايي چې که دولت مرسته وکړي، دوى به د کوکنارو پر ځاى کونجد او ريحان وکري.

د خاشرود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي غلام صديق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې دولت له کروندګرو سره داسې کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې چې دوى پرې له کوکنارو را وګرځي.

هغه وايي چې که چېرې مرسته هم شوې، ډېره کمه ده، لکه تېر کال چې د کرنې وزارت د هرو پنځو کروندګرو لپاره يوه ٥٠ کيلويي بوجۍ د کرلو تخم ورکړ، خو سږ کال کومه مرسته نه ده شوې.

دغه کروندګر زياته کړه: ((که چېرې دولت کيمياوي سره او د خړوب نور توکي راکړي، نو حاضر يو چې کونجد او ريحان وکرو.))

کونجدو پخوا ښه بازار درلود، په ځانګړې طريقه ترې بې کلستروله غوړ ايستل کېدل، اوس په ځينو ولايتونو لکه کندوز، بلخ، هرات او کندهار کې ترې کار اخيستل کېږي.

خو له تېرو دوو کلونو راهيسې ريحان په نيمروز ولايت کې دود شوي او له دانو څخه يې په هېواد کې بهر په درمليزو محصولاتو کې کار اخلي. کونجد هم بهر ته صادرېږي.

غلام صديق وايي چې د دلارام او خاشرود خلک هر کال چمتو دي چې د دولت په مرسته کونجد او ريحان وکري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.