ګردېز ( پژواک، ١٢ وږى ٩٤ ) : په پکتيا ولايت کې د ۲۰۳ تمبر تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولايت د احمد ابا ولسوالۍ کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه دفتر په اعلاميه کې راغلي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ د غړک په سيمه کې ملې اردو، کومانډو لوا د بهرنيو ځواکونو په هوايي مرسته عمليات کړي چې په پايله کې يې ۳۲ وسله وال وژل شوي او درى تنه پکې ژوبل شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي چې په عملياتو کې يو موټر او زيات شمېر سپکې او درنې وسلې هم نيولې ده.
له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ېې په ياده سيمه کې ګڼ دولتي ځواکونه د عملياتو پر مهال ليدلي او هم هوايي ځواکونو په سيمه کې بمبار کړی دی .
د غړک سيمې يو اوسېدونکی صحبت خان وايي چې د عملياتو پر مهال يې د وسله والو طالبانو دولس جسدونه ليدلي چې په هوايي بريد کې وژل شوي دي .
له بلې خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې عملياتو کې د دوی درى وسله وال وژل شوي دي او ګڼ شمېر دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياده دې وي چې له دې وړاندې هم د احمدابا ولسوالۍ د غړک په سيمه کې ورته عمليات ترسره شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن