ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس پيل شو

په کابل کې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس پيل شو

author avatar
3 Sep 2015 - 10:17
په کابل کې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس پيل شو
author avatar
3 Sep 2015 - 10:17

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان شپږم کنفرانس په داسې حال کې پيل شو چې د ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي له يو بل سره د سيمې هېوادونو د نښلولو، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي سرچينو، د خصوصي برخې پر ودې، له افغانستان سره د هېوادونو پر همکاريو او ملاتړ او د سوداګرۍ پر پياوړتيا بحث  او خبرې وکړي.

دا دوه ورځنۍ کنفرانس نن سهار شاوخوا ٩:٢٠  بجې تر "RECCA-VI" يا ((د افغانستان له لارې د ورېښمو قلمرو)) د ارګ، اجرائيه رياست، د کابينې غړو، د نړۍ د ٣٠ هېوادونو او ٤٠ نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو د لوړ پوړو استازو په ګډون پيل شو.

په نننۍ ناسته کې به سيمه ييز کارپوهان په دريو برخو کې پر سيمه ييزو مسايلو لکه له يو بل سره د سيمې هېوادونو پر نښلولو، سيمه ييزې انرژۍ، طبيعي سرچينې، د خصوصي برخې وده، له افغانستان سره د هېوادونو همکاري او ملاتړ او د سوداګرۍ پر پياوړتيا بحث او خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د دې غونډې په پيل کې وويل، په اوسنۍ غونډه کې د افغانستان په ګټه پروژ باندې خبرې کېږي او کولاى شي چې هېواد د پراختيا، فلتر کولو، غوره راتلونکي او ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره د نښلېدو په برخه کې مرسته وکړي.

افغانستان او د سيمې هېوادونو بايد له ټولو شته فرصتونو څخه غوره ګټه واخلي.

کرزي زياته کړه چې اقتصاد پوهانو او سيمه ييزو بانک والو وړاندوينه کړې چې سيمه ييز اقتصادي فرصتونه به په يوه راتلونکې لسيزه کې د پام وړ زياتوالى ومومي او اوږده لاره په مخکې ده او بايد له دې فرصتونوڅخه په سمه توګه ګټه واخيستل شي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل: ((موږ بايد د هغو سياستونو نه خبر شو چې د سوداګرۍ او ترانزيټ مخنيوى کوي.))

هغه زياته کړه چې ريکا شپږ  د ريکا له پخوانيو غونډو سره توپير لري؛ ځکه چې په دې ريکا کې پخوانۍ ټولې شته ننګونې ارزيابي کېږي او کولاى شي چې په کې اړين نظريات او مفکورې ځاى پر ځاى کړي او ريکا شپږ اوسمهال د ټولو د تمرکز او پاملرنې وړ ګرځېدلى دى.

کرزي زياته کړه چې دا کنفرانس به ښه وي، دشته ننګونو په اړه محتاطانه بحث کېږي، حل لارې يې لټول کېږي. د افغانستان په ګټه پروژو باندې چې د هېواد د ښه کېدو او پراختيا لپاره مرسته کوي، خبرې کېږي.

د ده په خبره، افغانستان، ترکمنستان او اذربايجان د يوه ترانسپورټي دهلېز جوړولو په حال کې دي، ټاکل شوې چې چين، ايران، افغانستان و قرغزستان هم تر خپل منځ ترانزيټي دهلېز رامنځته کړي.

کرزي زياته کړه، سيمه ييز نوښتونه په ځانګړي ډول (کاسا زر) او (ټاپي) په څېر د انرژۍ  پروژې چې په دې وروستيو کې پيل شوې، له مهمو پروژو څخه دي چې کولى شي هم د افغانستان او هم د سيمې په ګټه وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.