ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکيمي: سام کنفرانس کې د حکومت له کړنو رضايت وښودل شو

حکيمي: سام کنفرانس کې د حکومت له کړنو رضايت وښودل شو

author avatar
5 Sep 2015 - 19:47
حکيمي: سام کنفرانس کې د حکومت له کړنو رضايت وښودل شو
author avatar
5 Sep 2015 - 19:47

کابل ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤): د ماليې وزير وايي، د سام کنفرانس پر مهال نړيوالې ‌ټولنې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د تېر يوه کال له کړنو څخه رضايت څرګند کړ.

د ماليې وزير اکليل حکيمي دغه څرګندونې د وږي په ١٤مه، کابل کې د لوړپوړو چارواکو (سام) غونډې په پاى کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي نېکولاس هيسم سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه د ملګرو ملتونو له دفتر (يوناما) څخه مننه وکړه، چې د دغه کنفرانس په جوړولو کې يې له افغانستان سره مرسته وکړه.

حکيمي وويل، د يادې غونډې ګډونوالو له افغان حکومت سره په ګډه پر دوه اړخيزو ژمنو په تفصيل سره خبرې او بحث وکړ.

د نوموړي په وينا، د دې کنفرانس پر مهال، نړيوالې ‌ټولنې د افغانستان د ملي يووالي حکومت د تېر يوه کال له کړنو څخه رضايت څرګند کړ.

د ماليې وزير وايي، د دې غونډې پر مهال له افغانستان حکومت سره نړيوالې ټولنې نوې ژمنې وکړې، چې د سام په راتلونکي د کال کنفرانس ٢٠١٦ ميلادي کې چې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره کېږي، بحث به پرې وشي.

د هغه په وينا، دغه راز راتلونکى کال به اروپايي هېواد پولينډ کې د ناټو سرمشريزه غونډه جوړېږي، چې په کې به له افغانستان سره د نويو مالي مرستو ژمنې وشي.

اکليل حکيمي زياته کړه، دوى د ماليې او عوايدو د زياتولو لپاره هڅې پيل کړې او په دې برخه کې يې کابينې ته يوه طرحه هم وړاندې کړې وه، چې د هغوى له خوا منظور شوه.

نوموړي وويل، د دې غونډې ګډونوالو د فساد په له منځه وړلو کې دافغان حکومت له خوا پيل شويو هلو ځلو او هڅو څخه ډاډ څرګند کړ.

د  ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نېکولاس هيسم يادې غونډې ته د وينا پر مهال د (سام) غونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه، افغان حکومت او مرستندويو سازمانونو او هېوادونو په تفصيل سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د هغه په وينا، په دې غونډه کې نړيوالې ټولنې ومنله چې په تېر يوه کال کې افغان حکومت له ستونزو او ننګونو سره مخامخ و.

هيسم وايي، په دې تېر يوه کال کې اقتصادي ستونزې، سياسي اړو دوړ او د وسله والو مخالفينو له خوا رامنځته شوې ناامنۍ هغه څه وو، چې افغان حکومت ورسره لاس او ګرېوان و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.