ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د کوهستان د ملي امنيت مدير وتښتول شو

د بدخشان د کوهستان د ملي امنيت مدير وتښتول شو

author avatar
5 Sep 2015 - 16:28
د بدخشان د کوهستان د ملي امنيت مدير وتښتول شو
author avatar
5 Sep 2015 - 16:28

فيض اباد(پژواک، ١٤ وږى ٩٤): د دولت وسله والو مخالفينو د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنيت مدير نن سهار په يوه وسله وال کمين کې برمته کړ.

 د بدخشان د امينه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري، نن( د وږي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوهستان د ملي امنيت مدير مولوي بحرالدين له کوره د دفتر خواته روان و چې د وسله والو مخالفينو له يوه کمين سره مخ  او  وتښتول شو.

هغه زياته کړه چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه استول شوي، څو د ملي امنيت مدير ژر تر ژره له وسله والو مخالفينو څخه وژغوري.

 د سرچينې په خبره، اوسمهال(له غرمې وروسته درې نيمې بجې) د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته نښته روانه ده.

د کوهستان ولسوالي د بدخشان ولايت د مرکز په ١٥٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې يوه برخه يې د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.

د نوموړي د تښتونې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.