ميدانښار ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت ۷۵ سلنه ښوونځي د نصاب کتابونو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي .
د دغه ولايت د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق وايي ، په داسې حال کې چې د تعليمي کال له پيل څخه يې ۶ مياشتې په تېرېدو دي،خو لا هم د دغه ولايت ۷۵ سلنه ښوونځيو ته د پوهنې وزارت له لوري درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي .
نوموړي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، ټاکل شوې وه چې سږ کال ۴۵۴ زره کتابونه ميدان وردګو ولايت ته ورکړل شي،خو تر دې مهاله يواځې ۸۸ زره کتابونه دوی ته ورکړل شوي دي.
د هغه په وينا، له همدې امله ددې ولايت ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکي د کتابونو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي .
طارق وايي ، وزارت يې د کتابونو د چاپ چارې ترسره کوي او کله چې هم دغه کار بشپړ شي نو دوی ته به بشپړ کتابونه په واک کې ورکړي .
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د کتابونو پر کمښت خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د تعليمي کال ډېره برخه په تېريدو ده،خو لا هم د دغه ولايت د ښوونځيو زده کوونکو ته په پوره توګه کتابونه نه دي ورکړل شوي .
ده له پوهنې وزارت څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړه،چې د دې ولايت د ښوونځو زده کوونکو ته ژر تر ژره درسي کتابونه را ولېږي .
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي علي حسين بليغ هم ددې ولايت له والي سره د ليدنې پر مهال د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د يادونې ده چې په ميدان وردګو ولايت کې ۴۸۲ تعليمي ادارې شتون لري،چې په کې ۱۷۶۸۰۰ زده کوونکي زدکړې کوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن