ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ جګړه کې ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ جګړه کې ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Sep 2015 - 17:02
د کونړ جګړه کې ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Sep 2015 - 17:02

اسعد اباد ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د کونړ ولايت په دوو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې د ٣٧ وسله والو په ګډون ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې سلګونو وسله والو طالبانو چې شمېر يې ٥٠٠ تنو ته رسېده‌، پر چپې درې او ماڼوګي ولسواليو بريدونه پيل کړل.

هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې د چپې درې ولسوالۍ د ګوسلک په بازار کې د ملکي وګړو اته دوکانونه او څلور کورونه سوځېدلي دي.

د نوموړي په وينا، دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې مرمۍ د ملکي وګړي پر يوه کور لګيدلې چې له امله يې يوه ښځه او درې ماشومان وژل  شوي  او دغه راز اته نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سيدخېل وايي چې په دې بريدونو کې يو دولتي سرتېرى هم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي، خو د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وويل چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.

د کونړ د ملکي روغتون رييس ډاکټر اسدالله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته اته  ولسي او څلور امنيتي سرتېري په ټپي حالت کې راوړل شوي  وو، چې يوې مېرمنې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هغه د پاتې ټپيانو حالت د ډاډ وړ وباله.

د عطاء الله په نامه يوتن چې خپل ټپي يې روغتون ته راوستلى و، پژواک ته وويل چې د مخالفينو يوه مرمۍ يې دورور پر کور لګېدلې چې له امله يې وريندار له درېيو ماشومانو سره وژل شوې  .

د لغمان پوهنتون استاد عبدالمنان ساپى چې د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکى پژواک ته وويل چې په دې بريد کې يې نوى جوړ شوى کور سوځېدلى.

هغه وايي چې په کور کې يې دهقانان اوسېدل، خو هغوى له جګړې مخکې خوندي سيمې ته تللي وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ، ډېر پوځي موټر ، وسلې او مهمات يې وړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.