لومړې تعقيب - مزار شريف ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په بلخ ولايت کې ١٣ تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال په زارع ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو په ياده ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ډزې کړې چې له امله يې يو شمېر کسان وژل شوي، خو کره شمېره يې ونه وښوده.
خو د زارع ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ د قوماندان کندي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ١٣ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش پژوک اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو په جامو کې وسله والو کسانو له دوو موټرو څخه سپرلۍ ښکته کړې دي.
د نوموړي په وينا، وسله والو يوه ښځه ژوندۍ پرېښې ده او ١١ تنه نور ملکي وګړي يې پر ډزو سره وژلي دي.
د ولايتي شورا رييس وويل چې دا کار وسله والو مخالفينو کړى، خو دا نه ده معلومه چې
دا د .طالبانو کار دى او که دداعش ډلې ؟
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن