لومړى تعقيب_ پل علم (پژواک،١٤وږى٩٤) : د لوګر د مرکز پل علم ښار د "شهيدانو" په چوک کې د ځانمرګي بريد له امله اته ملکي وګړي ټپيان شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٨:٣٠ بجې د ولايت مرکز پل علم ښار د شهيدانو په چوک کې ځانمرګى بريد وشو .
هغه وايي چې ځانمرګى بريد کوونکى په يوه سپين سراچه موټر کې سپور و ، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې يې چاودنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې پر دولتي ودانيو بريد وکړي.
د صالح په وينا، په دې بريد کې ٨ تنه ټپيان شوي چې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي چې د ځانمرګي بريدکوونکي له موټر څخه د پاکستان پېژندپاڼه او پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.
د پل علم بازار يو تن هټۍ وال شاه محمود پژواک ته وويل : (( لږه شېبه مخکې د يوه موټر په وسيله ډېره قوي چاودنه وشوه .))
هغه وايي چې لس تنه يې ليدلي چې په وينو لړلي پراته و.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد هم پژواک ته وويل چې په دې بريد کې ځانمرګى وژل شوى او اته تنه ملکي وګړي ټپيان دي.
هغه زياته کړه : (( موږ له وړاندې نه د دې ځانمرګي بريد په اړه معلومات درلودل ، دى تن د محمد اغې ولسوالۍ له زرغون ښار نه حرکت کړى و او د پوليسو تر تعقيب لاندى و چې هدف ته له رسېدو وړاندې يې ځانته چاودنه ورکړه.))
کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن