ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې ځانمرګي بريد اته تنه ټپيان کړل

په لوګر کې ځانمرګي بريد اته تنه ټپيان کړل

author avatar
5 Sep 2015 - 08:50
په لوګر کې ځانمرګي بريد اته تنه ټپيان کړل
author avatar
5 Sep 2015 - 08:50

لومړى تعقيب_ پل علم (پژواک،١٤وږى٩٤) : د لوګر د مرکز پل علم ښار د "شهيدانو" په چوک کې د ځانمرګي بريد له امله اته ملکي وګړي ټپيان شول.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار  شاوخوا ٨:٣٠ بجې د ولايت مرکز پل علم ښار د شهيدانو په چوک کې ځانمرګى بريد وشو .

هغه وايي چې ځانمرګى بريد کوونکى په يوه سپين سراچه موټر کې سپور و ، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې يې چاودنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې پر دولتي ودانيو بريد وکړي.

د صالح په وينا، په دې بريد کې ٨ تنه ټپيان شوي چې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې د ځانمرګي بريدکوونکي له موټر څخه د پاکستان پېژندپاڼه او پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.

د پل علم  بازار يو تن هټۍ وال شاه محمود پژواک ته وويل : (( لږه شېبه مخکې د يوه موټر په وسيله ډېره قوي چاودنه وشوه .))

هغه وايي چې لس تنه يې ليدلي چې په وينو لړلي پراته و.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد هم پژواک ته وويل چې په دې بريد کې ځانمرګى وژل شوى او اته تنه ملکي وګړي ټپيان دي.

هغه زياته کړه : (( موږ له وړاندې نه د دې ځانمرګي بريد په اړه معلومات درلودل ، دى تن د محمد اغې ولسوالۍ له زرغون ښار نه حرکت کړى و  او د پوليسو تر تعقيب لاندى و چې  هدف ته له رسېدو وړاندې يې ځانته چاودنه ورکړه.))

کومې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.