لښکرګاه(پژواک،۱۴وږى۹۴) : د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د پنځه کيلومتره سړک د پخولو چارې پيل شوې ، چې ٣٠ زره کورنيو ته به د تګ راتګ اسانتياوې برابرې کړي.
د دې سړک د جوړنې چارې نن د وږي په ١٤مه پيل شوې.
د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافي د دې سړک د چارو د پيل په غونډه کې وويل چې دغه سړک پنځه کيلومتره اوږد والى او ١٣متره سور لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سړک ٧ سانتي متره قير اچول کيږي او ٢٣ميليونه افغانى لګښت پرې راځي.
د صافي په وينا، د دې سړک چارې به د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي او لګښت يې د ښاروالۍ له بوديجې څخه ورکول کيږي.
ده وويل چې دغه سړک د لښکرګاه ښار له شهيد غلتان سيمې څخه تر مختار سيمې پورې جوړيږي ، چې په جوړيدو سره به يې ٣٠ زره کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي هم وايي چې د دې سړک په جوړيدو سره به ډيرو کورنيو ته د تګ راتګ اساونتياوې برابر شي.
هغه پژواک ته وويل چې دغه سړک د ښار شمالي برخه له مرکزي برخې سره نښلوي.
د رحيمي په وينا، د روان کال په اوږدو کې به د هلمند ښار په نورو سيمو کې هم ځينې سړکونه په اساسي ډول ورغول شي.
د لښکرګاه ښاروالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي نظير بارک وويل، وړاندې تر دې دغه سړک په غير منظم ډول او د خپلسرو کورونو په منځ کې تېر شوى و.
هغه وويل : (( اوس يې موږ سم منظم جوړو، قير کوو يې او هغه کورنه چې د سړک د جوړېدو له امله له منځه ځي هغوى ته په نورو سيمو کې ځمکې ورکوو.))
ده زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دې سړک ترڅنګ يو بل سړک هم ورغول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن