کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٤): سلګونو تنو پر تذکره د "افغان او اسلام" کلمو د ليکلو په ملاتړ، د کابل له عيدګاه جومات څخه لاريون پيل کړ او سره له دې چې پوليسو اوبه پرې شيندلې، ځانونه يې پښتونستان څلور لارې ته ورسول.
د افغان ملي تحريک مشر محمداسماعيل يون، د افغان ملت ګوند افتخاري مشر انوارالحق احدي، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت او د کابل پوهنتون استاد او مدني فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند له لاريون کوونکو سره ملګري دي.
لاريون کوونکي پر برېښنايي تذکرو د "افغان او اسلام" د کلمو د ليکلو غوښتنه کوي او مرګ پر ايران او پاکستان شعارونه ورکوي.
انوارالحق احدي،د ملي يوالي حکومت انحصاري وباله او لاريون کوونکو ته يې وويل :" تر هغه چې پر حکومت فشار وارد نه کړئ، حق مو نه درکوي."
دغه لاريون نن سهار شاوخوا ٧ بجې د عيدګاه جومات له مخې پيل شو، پوليسو يې د لږ وخت لپاره په پل محمودخان کې مخه ونيوله، خو سره له دې چې پوليسو د اطفاييې له لارې اوبه پرې شيندلې له دې پله څخه تېر شول او دا مهال ( له غرمې مخکې ١٠:٢٥ بجې ) پښتونستان څلور لارې ته رسېدلي دي.
ددې لاريون لپاره سخت امنيتي تدابيرنيول شوي دي .
په دې اړه جزييات وروسته خپرېږي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون طرحه د ملي شورا له تصويب وروسته، تېرکال په ليندۍ مياشت کې د ولسمشر له لوري توشېح شوه؛ خو د ملي شورا، مدني ټولنو او سياسي ګوندونو يو شمېر غړي په برېښنايي تذکرو کې چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه کوي.
خو ځينې نور بيا وايي چې د تذکرې پر مخ "د افغانستان اسلامي جمهوريت" ليکل شوى او دا مفهوم رسوي چې ياده تذکره د يوه افغان اړوند ده.
د تذکرو وېش تر اوسه نه دى پيل شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن