شبرغان(پژواک، ١٥ وږى ٩٤): د جوزجان ولايت په خانقا ولسوالۍ کې يوه ښځه د وسله والو کسانو له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شوه.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې وسله والو ٣٢ کلنه رابعه دوه شپې وړاندې له خپل کور څخه را وويستله او وروسته يې پر ډزو وژلې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه څرګنده نه ده چې وسله والو مخالفينو دا مېرمن په څه سبب وژلې، خو په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
جوزجاني زياته کړه چې ددې ښځې مړى نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شوى دى.
د خانقا ولسوال سيد فاضل شاه ظفري وويل، دوى غوښتل چې د سپين ږيرو يوه ډله طالبانو ته ولېږي، خو طالبانو ددغې ډلې له ورتګ څخه وړاندې دغه مرمن ووژله.
ددې ښځې خاوند چې مزدوري کوي، يوه مياشت وړاندې د ناپېژانده کسانو له خوا د چاکو پر ګوزارونو ووژل شو.
طالبانو تر اوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن