ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو په هوايي بمبار کې ١٧  افغان سرتېري وژل شوي

د ناټو په هوايي بمبار کې ١٧ افغان سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Sep 2015 - 13:03
د ناټو په هوايي بمبار کې ١٧  افغان سرتېري وژل شوي
author avatar
7 Sep 2015 - 13:03

لښکرګاه (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په هلمند ولايت کې د ناټو ځواکونو په هوايي بمبار کې ١٧ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د هلمند په رېګ سيمه کې شوې ده، خو دا يې ونه ويل چې رېګ سيمه د کومې ولسوالۍ اړوند ده.

هغه زياته کړه چې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړو ځواکونو يو شمېر سرتېري وژل شوي، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

ملاخېل وويل چې سيمې ته يې د پلټنو لپاره يو پلاوى لېـږلى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پژواک ته پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې ځانګړي ځواکونه په رېګ سيمه کې د نشه يي توکو د قاچاقچيانو پر ضد پر علمياتو بوخت وو چې د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.

ده هم په دې بريد کې د يو شمېر سرتېرو د وژل کېدو پخلى وکړ، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

بلخوا د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړي ځواکونه په پنځو  موټرو کې يادې سيمې ته تللي وو.

سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٣٥ سرتېرو برخه ا خيستې وه چې ٣١ يې وژل شوي او څلور نور بهرنيو ځواکونو له ځانه سره وړي دي.

په کابل کې د امريکايي  ځواکونو يوه وياند ډګروال براين ټرېبيوس پژواک ته وويل چې دوى تېره شپه خپلو ځواکونو ته د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو په موخه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه چې د  هلمند د هوايي بريد په اړه بايد د کورنيو چارو له وزارت څخه معلومات واخيستل شي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معينيت وياند سيد مهدي کاظمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.