ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنډ پټان کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

ډنډ پټان کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

author avatar
7 Sep 2015 - 14:52
ډنډ پټان کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده
author avatar
7 Sep 2015 - 14:52

ګردېز- ښرنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسي د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د ٢٠٢ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږى په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبل درې سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه بريدونه اوس هم (له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې) دوام لري.))

ده وويل چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

خو د سرحدي پوليسو يوې سرچينې چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو يوه قرارګاه او يوه پوسته نيولې ده.

ده وويل چې طالبانو دوه سرحدي پوليس او يو رينجر موټر هم له ځان سره وړي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبول دره کې يوه قرارګاه او ٧ پوستې نيولې دي.

ده ادعا وکړه چې په دې سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله ١٨ پوليس وژل شوي، ٧ پوليس ټپيان دي او دوه نور طالبانو له ځانه سره بيولي دي.

هغه وايي چې په نښته کې طالبانو دوه ټانکونه ويجاړ کړي او يوه اندازه وسلې او نورمهمات يې ترلاسه کړي دي.

د مجاهد په وينا د يادې نښټې پر مهال څلور طالبان هم ټپيان شوي دي.

د پکتيا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په زرغون ښار او برمل ولسواليو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.