ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي

غزني کې د ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي

author avatar
10 Sep 2015 - 15:35
غزني کې د ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي
author avatar
10 Sep 2015 - 15:35

غزني ښار (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): په غزني ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د  امنيت امر اسدالله انصافي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک غاړې دا چاونه نن له غرمې مخکې د زنخان ولسوالۍ پر لاره شوې ده.

هغه زياته کړه، پنځه پوليس چې په خپل رينجر موټر کې له ښاره د يادې ولسوالۍ پر لور روان و، په لاره کې پرې چاودنه شوې ده.

د  انصافي په وينا، په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

د غزني د ملکي روغتون ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې پنځه جسدونه ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.