ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حرم شریف کې دیوې پيښې پر مهال لسګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

حرم شریف کې دیوې پيښې پر مهال لسګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Sep 2015 - 22:06
حرم شریف کې دیوې پيښې پر مهال لسګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Sep 2015 - 22:06

کابل (پژواک، ٢٠ وږی ۹۴ ) : د سعودي عربستان د مکې ښار په حرم شریف کې د یوې پيښې پر مهال لسګونو حاجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سعودي عربستان دولتي اژانس ( واس) د وږي په ٢٠مه، خبر ورکړی، چې دا پيښه نن ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې په حرم شریف کې د پراختیا لپاره ودانیز چارې روانې وې.

سرچینې زیاته کړې چې ددې کارونو پر مهال یو (کرین) پر لمونځ کوونکو غورځیدلی، چې د وروستیو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې ۶۵ تنه مړه او ۱۵۲ نور ژوبل شوي دي.

یاد اژانس ویلي چې دمګړۍ د مړو او ټپي حاجیانو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل  کیږي چې د بیلا بیلو هیوادونو وګړي په دې کې شامل دي.

سعودي عربستان ته دحج د فریضې ادا کولو په موخه  تللی، د افغانستان د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي محمد نبي پژواک اژانس ته وویل چې د کرین د غورځیدلو پر مهال په حرم شریف کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، ځکه ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي، دا چې حج ته ورځې لږې پاتې دي، نو دافغانانو په ګډون له نورو هیوادونو څخه هم ګڼ شمیر مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته رسیدلي دي او امکان شته چې ددې پيښې په قربانیانو کې افغانان هم وي.

تر اوسه دافغانستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې پيښه کې خو افغانانو ته زیان نه دی اوښتی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.