کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): د ا مريکا ځانګړى استازى وايي، هېواد يې د افغانستان د ملي يووالي حکومت له تګلارو او پروګرامونو ملاتړ کوي.
د افغانستان د امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، نن د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له سرپرست ځانګړي استازي جيريټ بلېنک او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا د افغانستان د برخې رييسې کورټېني کوپر سره، په داسې حال کې وکتل چې په کابل کې د امريکا سفير ميکل ميکېنلي هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، په افغانستان کې د امنيت پر ټينګښټ او اقتصادې ودې خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، له افغان ولس او دولت سره د متحدو ايالتونو د خلکو او دولت د دوامدارو مرستو او همکاريو د قدردانۍ ترڅنګ وويل، په افغانستان کې د دوامدار ثبات د ټينګښت لپاره له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د روزنيز او مشورتي نقش تداوم او د دې ځواکونو لا ډېر تجهيزول اړين دي.
نوموړي دغه راز وويل، تلپاتى ثبات هغه مهال رامنځته کېږي، چې ولس په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه وګوري.
د حاتمر په وينا، د افغان ولس له خوا د ځان-بساينې لپاره د ولسمشر غني د هغې طرحې ملاتړ په کار دی، چې غواړي افغانستان د سيمې د نښلولو او اقتصادي همکاريو پر محور بدل کړي.
سرچينه کاږي، د دې ليدنې پر مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحدو ايالتونو سرپرست ځانګړي استازي جيرېټ بلېنک په ډاګه کړه، چې هېواد يې په افغانستان کې د ثبات د تينګښت او اقتصادي ودې لپاره د ملي يووالي حکومت د تګلارو او پروګرامونو ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، امريکا د سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د محوري نقش پر اهميت پوهېږي او په دې برخه کې د ولسمشر غني د ټولو نوښتونو ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې، د ريکا او سام کنفرانسونو پر پايلو او د ملګرو ملتونو د اويايمې عمومي اسامبلۍ لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر چمتووالي هم خبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن